-
ایران شپږ اعشاریه اوه میلیارډه ډالرو ته د لاسرسي امکان لري
Jun 01, 2023 23:16تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د مرکزي بانک مشر د پیسو په نړیوال صندوق کښې د ایران له موجودو سرچینو څخه شپږ اعشاریه اوه میلیارډو ډالرو ته د تهران د چټک لاسرسي خبر ورکړ.
-
په ۳۴ کلونو کې د رهبرۍ ستراتیژیکې لاسته راوړنې
Jun 01, 2023 08:45د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې په ۳۴ کلونو کې د رهبرۍ ستراتیژیکو لاسته راوړنو تر عنوان لاندې له ننني (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د اسلامي انقلاب یو مهم ټکی، د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) له رحلت وروسته، د انقلاب د رهبرۍ لپاره د صالح او غوره ځای ناستي ټاکل وو. په دې او راتلونکو پروګرام کې به د انقلاب د لارښود د ۳۴ کلنې رهبرۍ ستراتیژیکې لاسته راوړنې وڅېړل شي.
-
په قم سپيڅلي ښار کې د حضرت امام خمیني د رحلت څلور دیرشمه کلیزه ولمانځل شوه
Jun 01, 2023 01:56د حضرت امام خمنیی د ارتحال څلوردیرشمې کلیزې ولولناکې دستورې د قم د مقدس ښار د زرګونو خلکو،روحانیونو ،فاضلانو او روڼ اندو په شتون سره د هغه بزرګوار په تاریخي بیت کې ترسره شوې.
-
د خپل بهرنی سیاست په ټاکنې کې د چا ارادې ته منتظر نه پاتیکیږو
Jun 01, 2023 01:50د ایران د اسلامی جمهوریت ولمسشرددې خبرې په کولو سره چې په تیرو وختونو کې ځینو دا خیال کاوه چې د هیوادونو برخلیک دګوته په شمیر هیوادونو په لاس کې دی ووئیل، ایران د خپل بهرني سیاست د کرښو په ټاکنې کې د چا ورین ترین تندي ته سترګې نه غړوي.
-
ایران او ترکمنستان سره خپلوان دی او ډير کلتوری مشترکات لري
Jun 01, 2023 00:50د اسلامی انقلاب ستر لارښود ایران او ترکمنستان سره خپلوان او دډيرو کلتوری مشترکاتو لرونکي وبلل او ټينګار ئې وکړ، دغه کلتوري مشترکات په مختلفو برخو کې په تیره بیا د انرژۍ او لارو په حوزو کې د اړیکو د لاپراختیا لپاره مهمې زمینې دي .
-
د ایران او عراق د کورنیو چارو د وزیرانو لیدنه او خبرې
May 31, 2023 11:41د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر، د عراق د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل او د دواړو هېوادونو د ملګرتیاو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
-
د صهیونیسټي رژیم سیمه ایز حرکتونه د ایران له نظره پټ نه دي
May 31, 2023 11:36د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یو ټوېټ کې ولیکل: د جولا پر ځالې باندې تکیه نه کېږي او په سیمه کې د خپل شتون د پراخولو لپاره مبارزه به د صهیونیسټي رژیم د ماتیدونکي داخلي بنسټ په بیا رغولو کې مرسته ونه کړي.
-
د ایران او افغانستان پر پولې کومه ستونزه نشته
May 31, 2023 11:28د ایران د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: له طالب چارواکو سره په خبرو اترو سره د ایران او افغانستان پوله له کومې ستونزې پرته آرامه او خلاصه ده.
-
د ایران او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ په کچه کې ۴۰۰ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی دی
May 31, 2023 11:22د ایران د کرنې وزارت سرپرست وړاندوینه کړې، چې د ایران او ترکمنستان ترمنځ به د سوداګرۍ کچه ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شي.
-
د تهران او انقرې اړیکې به په نوی پړاؤ کې لاپراخې شي
May 31, 2023 01:55په لاجدیّت سره به په سیمې کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا او د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره اغیز شیندونکو او مثبتو هلو ځلو ته هماغه راز دوام ورکړي.