د تهران او انقرې اړیکې به په نوی پړاؤ کې لاپراخې شي
په لاجدیّت سره به په سیمې کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا او د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره اغیز شیندونکو او مثبتو هلو ځلو ته هماغه راز دوام ورکړي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ترکیې دولسمشر په توګه د رجب طیب اردوغان دبیا ټاکل کیدا په باب په مبارکۍ وئیلو سره هیله وښودله چې په نوي پړاؤ کې ، ددواړو هیوادونو سیاسی،اقتاصدي ،امنیتی ،کلتوري او تجارتي اړیکې لازیاتې پراخې شي.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټيلیفوني خبرو کې ددغه هیواد د ولسمشر په توګه د هغه د ټاکل کیدا په باب په مبارکۍ وئيلو سره ، د سیمې د هیوادونو د ګټو دتامینیدا په موخې سره دایران او ترکیې د سیمه ایزو ملګرتیاؤ دلازیاتې چټګتیا غوښته وکړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د خپل هیواد دولس او حکومت له خوا د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د ښه نیّت په قدرونې اوستاینې سره ،ووئيل، په وړاندې پړاؤ کې به په مختلفو حوزو کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره دخپل هیواد د اړیکو د پراختیا بهیر ته په لا زیات قوت او جدیّت سره دوام ورکړي.
د ترکیې ولسمشر همداراز دترکیې ،ایران ،روسیې اوسورئې د څلور اړخیزو ملګرتیاؤ د چوکاټ پشمول د سیمه ایزو ملګرتیاؤ د دوام لپاره د خپل هیواد د ګروهنې خبر ورکړ او وې وئيل په لاجدیّت سره به په سیمې کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا او د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره اغیز شیندونکو او مثبتو هلو ځلو ته هماغه راز دوام ورکړي.