-
د بشري حقوقو د شورا اقدام د خواشینۍ وړ دی
Apr 05, 2023 01:06زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د ایران پرضد د بشري حقوقو د شورا د پریکړه لیک په ردولو سره د سیاسي هدفونو لپاره د بشري حقوقو ښکاره لاسوهنه د خواشینۍ وړ وبلله.
-
اسرائیل رژیم له پاشلتیا څخه د تېښتې لاره نه لري
Apr 04, 2023 11:26د ایران د خارجه وزارت ویاند دې ته په اشارې سره چي اسرائیل رژیم له دننې د پاشلتیا څخه د تېښتې لاره نه لري وویل: هر څومره چې د لوېدیځې اسیا په سیمه کې ډیپلماسي او همپالنه پیاوړې شي، د اسرائیل د رژیم جنجالې اقدامات زیاتیږي.
-
د اسرائیل د رژیم د اقداماتو ځواب په مناسب وخت کې ورکوو
Apr 04, 2023 11:24د ایران د حکومت ویاند د اذربایجان د جمهوریت د چارواکو سختو خبرو ته په غبرګون کې وویل: تهران په پوره ځیر سره، د ایران او اذربایجان جمهوریت په وړاندې د اسرائیل چلند څېړي او په مناسب وخت کې به اړین اقدام تر سره کړي.
-
د عراق حکومت له خپلې خاورې د انقلاب ضده ډلو د ایستلو ژمنه وکړه
Apr 04, 2023 04:14د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز وویل: د عراق حکومت د دغه هیواد په شمال کښې د انقلاب ضده ډلو په مرکزونو باندې د توغندیو له وریدو وروسته ژمنه وکړه چې دغه ډلې بې وسلې کړي او د عراق له خاورې یې وباسي
-
د قرآن کرین د دیرشم نړیوال نندارتون بین المللي برخه پرانستل شوه
Apr 04, 2023 04:01د قرآن کریم د دیرشم نړیوال نندارتون بین المللي برخه پرون د تهران په حضرت امام خمیني(رخ) نومې مصلی کښې افتتاح شوه
-
ریاض ته د ملک سلمان بلنې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مثبت ځواب
Apr 03, 2023 11:48د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال له ریاض او د فارس خلیج له هېوادونو سره د تهران اړیکو ته په اشارې سره وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ریاض ته د سعودي عربستان د پاچا بلنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.
-
د اسلامي هېوادونو مشران باید د اسلامي امت یووالی رامنځته کړي
Apr 03, 2023 12:10د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د یمن د عالي سیاسي شورا مشر ته په یو پیغام کې د اسلامي امت پر یووالي ټینګار وکړ.
-
ترهګري، له کورني ناورینونو څخه د وتلو لپاره د صهیونیستي رژیم تګلاره
Apr 03, 2023 11:28د ایران د اسلامي جمهوریت ویاند په سوریه کې د دوو ایراني پوځي سلاکارانو شهادت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ترهګریزې کړنې به، بې ځوابه پاتې نه شي.
-
قرآن د ټولو مسلمانانو او غیر مسلمانانو لپاره ځانګړی جذابیت لري
Apr 03, 2023 09:21په پارلماني چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیال وویل: قرآنکریم د ټولو مسلمانانو او غیر مسلمانانو لپاره ځانګړی جذابیت لري.
-
د اوبو د لارو د ثبات او امنیت ساتلو لپاره پوره کار کوو
Apr 03, 2023 06:48د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک قوماندان ټینګار وکړ: موږ د اقتصادي او سوداګریزو اوبو د لارو د امنیت ټینګښت لپاره پوره هلې ځلې کوو.