-
ایران پایداره موافقې ته د رسیدا لپاره جدي دی
Sep 25, 2022 01:45زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د هالینډ له خارجه وزیر سره په کتنه کښې د بایکاټونو د ختمولو لپاره په خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نوښتونو په شمیرلو سره ټینګار وکړ تهران پایدارې موافقې ته د رسیدا لپاره جدي دی.
-
چین او روسیې سره نږدې اړیکې د بندیزونو له شنډیدا سره مرسته کوي
Sep 25, 2022 01:20زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل له چین او روسیې سره د تهران نږدې اړیکې د امریکا د ظالمانه بایکاټونو په شنډولو کښې مرسته کولای شي.
-
ایران د اوکراین په فیصلې خواشینۍ څرګنده کړه
Sep 24, 2022 12:24زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ډيپلوماټیکو اړیکو په هکله د اوکراین د حکومت په فیصلې باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره دغه فیصله د نا تائید شویو راپورونو پراساس او د خارجي لورو د رسنیو د فضا جوړونې له کبله وبلله.
-
ایران کښې ځینې اروپايي سفارتونه د ګډوډۍ هڅه کوي
Sep 24, 2022 12:11د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیت په ګډوډولو کښې د ځینو اروپايي هیوادونو په هڅې باندې نیوکې سره وویل هغوې هڅه وکړه د مهسا امینی مړینه د خلکو د لسمولو لپاره په یوې موضوع بدله کړي.
-
د ایران ولسمشر له بلواګرو سره د چلند غوښتنه وکړه
Sep 24, 2022 11:48زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د شهید محمد رسول دوست محمدي له کورنۍ سره په خبرو کښې د هیواد د امنیت او ارامښت له خرابونکو کسانو سره د پریکنده چلند پرضرورت ټینګار وکړ.
-
ایران د اونۍ په هینداره کښې
Sep 24, 2022 11:44د مهربان او بخښونکي الله په نامه او تاسو ګرانو لوستونکو ته د سلامونو په ویلو سره، دا دی یوځل بیا د ایران د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او خبرونو د څیړنې له پروګرام سره مو په خدمت کښې یو، په دې هیله چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ
-
د ایران په اوسنیو ناکراریو کښې د دښمنو رسنیو او د سلطنت غواړو ډلو رول:-
Sep 24, 2022 11:25د ایران بیلابیل ښارونه په تیرو څو ورځو کښې د داسې ناکراریو کتونکي دي چې د دښمنو رسنیو او د سلطنت غواړو کسانو لاسونه پکښې ښکاره لیدل کیږي.
-
د اټومي انرژۍ مشر د اټومي اژانس له مشر سره کتنه کوي
Sep 24, 2022 09:18زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائیل ګروسي سره د کتنې او د سلامشورې لپاره د سویزرلینډ جینیوا ښار ته د خپل سفر خبر ورکړ.
-
ایران به هرډول تیري ته ویرونکی ځواب ورکړي
Sep 24, 2022 08:34زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په ملګروملتونو کښې د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر یائیر لاپید لاپو وهلو ته په غبرګون کښې وویل ایران ثابته کړي ده چې د هر ډول تیري په بڼه کښې به سمدستي ویرونکی ځواب ورکړي.
-
امریکا د بشري حقوقو په هکله نصیحت نشي کولای
Sep 24, 2022 08:13زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د امریکا د باندنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن ټویټ پیغام ته په غبرګون کښې ولیکل: امریکا د هیواد دننه او د باندې د بشري حقوقو په دومره شرمونکي دوسیې سره څرنګه جرات کړی او ځان په بره اخلاقي دریځ کښې ویني او نړۍ ته نصیحت کوي؟