ایران پایداره موافقې ته د رسیدا لپاره جدي دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121446-ایران_پایداره_موافقې_ته_د_رسیدا_لپاره_جدي_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د هالینډ له خارجه وزیر سره په کتنه کښې د بایکاټونو د ختمولو لپاره په خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نوښتونو په شمیرلو سره ټینګار وکړ تهران پایدارې موافقې ته د رسیدا لپاره جدي دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2022 01:45 Asia/Kabul
  • ایران پایداره موافقې ته د رسیدا لپاره جدي دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د هالینډ له خارجه وزیر سره په کتنه کښې د بایکاټونو د ختمولو لپاره په خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نوښتونو په شمیرلو سره ټینګار وکړ تهران پایدارې موافقې ته د رسیدا لپاره جدي دی.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په نیویارک کښې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د اوه اویایمې غونډې په څنګ کښې د هالینډ له خارجه وزیر ووییکه هوکسترا سره کتنه وکړه او د دوه اړخیزه اړیکو او د ځینو نورو مسائیلو په هکله خبرې او سلامشوره وکړه.

حسین امیر عبداللهیان دغه راز د افغانستان د کډوالو او د ساړه په موسم کښې له هغوې سره د ډیرو انساني مرستو د بیلولو د ضرورت په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت دریځونه بیان کړل.

د اوکراین د حالاتو او د انرژۍ د بازار په هکله د نظر تبادله د هالینډ او د ایران د خارجه وزیرانو د خبرو اترو نور چورلیزونه وو.