-
د پاکستان د انجلۍ له جسم ۱۵ کلوګرامه ټیومر وویستل شو
Nov 01, 2023 12:17زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې په خانیوال سیمه کښې د یوې انجلۍ له جسم څخه پینځلس کلوګرامه ټیومر یعني رسولۍ وویستل شوه.
-
نړۍ دې د مظلومو فلسطینیانو د عامې وژلې مخه ونیسي
Nov 01, 2023 01:41د پاکستان دمشرانو جرګې په یوې اعلامیې کې په دې په ټينګار سره چې د غزې پر مظلومو خلکو د اسرائيلو وحشي رژيم حملې د فلسطینیانو د قتل عام لپاره یوه سسټماټيکه هڅه ده او په سخته محکومه ده، وئيلی دي ،نړۍ باید د فلسطینیانو د عامې وژلې مخه ونیسي.
-
د تکفیریانو په لاس پاره چنار سیمې بشپړ کلابندي هماغه راز دوام لري
Oct 31, 2023 08:18وروستي اطلاعات ښئ چې د خیبر پختونخواه صبې له کوهاټ او هنګو سیمو څخه دامن جرګې غړي هڅه کوي، اوربند ټینګ کړي خو چې په یوې سیم کې ډ زې بندیږي، نو اورپکي او ترهه ګر په بلې سیمې کې د اور لمبې زیاتوي، دغه راز راپورونه ښئ چې تر بیګا شپې پورې ددواړو خواؤ کابو څلویښت کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان شوي دي.
-
ازاد کشمیر کښې شپږو وروڼو په یوه ورځ وادونه وکړل
Oct 31, 2023 12:35لاندې کشمیر کښې شپږو وروڼو په یوه ورځ او یوځاې وادونه وکړل.
-
په پاکستان کې د غیر قانوني کډوالو نن وروستۍ ورځ ده
Oct 31, 2023 09:50د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو په زغرده وئیلی دي د غیرقانوني کډوالو د لازیات پاتیکیدا لپاره به نیټه هیڅکله هم تمدید نه کړي.امنیتی ځواک هم د مشکوکو کسانو په اړه میپینګ او جیو فینسنګ چارې ترسره کړي دي،البته خپل وطن ته تلونکي میلمانه د کوربتوب په باب مختلف نظرونه لري.
-
په پاکستان کې د پاراچنار په سیمې مرګونی بریدونه شوي
Oct 30, 2023 11:07د پاکستان په پارچنار شیعه میشتې سیمې باندې د فرقه پالو بریدونو په پایله کې له۲۲ زیات عام وګړي وژل شوي دي.
-
په کرمې ایجنسۍ کښې د طوري او د منګل قبیلو ترمینځ جنګونه روان دي
Oct 29, 2023 12:12زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په بیلابیلو سیمو کښې د طوري او د منګل قبایلو ترمینځ شپږمه ورځ کیږي چې سخت جنګونه روان دي او تراوسه په دغو جنګونو کښې د دواړو لورو له شلو څخه زیات کسان وژل شوي او یوڅلویښت نور ژوبل شوي دي.
-
د پاکستان په کرمې سیمه کښې جنګونه اوس هم دوام لري
Oct 29, 2023 09:55زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په بیلابیلو سیمو کښې د طوري او د منګل قومونو ترمینځ سخت جنګونه اوس هم دوام لري او دواړه لوري د درنو او د سپکو وسلو بریدونو ته دوام ورکړی.
-
اسلامی نړۍدې له سیاسی او ډيپولماټيکو دریځونو ورآخوا د فلسطین له آرمانه بشپړ ملاتړ وکړي
Oct 29, 2023 01:20اسرائيل یو ناروا او جعلی رژيم دی او د فلسطین د هیواد له جوړیدا پرته بله هیڅ حل لاره نشته .
-
له پاکستانه د غیرقانوني کډوالو په وتلو د دغه هیواد ټینګار
Oct 28, 2023 10:34د اسلام اباد د حکومت پیغام یوازې د افغانانو لپاره نه وو. دا د ټولو غیر قانوني مهاجرینو لپاره دی، په داسې حال کې چې له هیواده د مهاجرینو د وتلو یوه میاشت مهلت پای ته رسیږي، د پاکستان حکومت د غیرقانوني مهاجرینو په اړه خپلی سختيانې زیاتې کړي او په عمل کې یې ښودلې چې په دې پریکړه کې جدی دی .