د جمعیتِ علمای پاکستان په مشر قاتلانه حمله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i144102-د_جمعیتِ_علمای_پاکستان_په_مشر_قاتلانه_حمله_شوې
په پاکستان کښې د جمعیتِ علمای اسلام ګوند ویلي چې د دغه ګوند مشر «مولانا فضل الرحمان» په خیبر پښتونخوا صوبې کښې د نامعلومو کسانو له حملې روغ وتلی دی.
(last modified 2024-01-01T07:29:54+00:00 )
Jan 01, 2024 11:58 Asia/Kabul
  • د جمعیتِ علمای پاکستان په مشر قاتلانه حمله شوې

په پاکستان کښې د جمعیتِ علمای اسلام ګوند ویلي چې د دغه ګوند مشر «مولانا فضل الرحمان» په خیبر پښتونخوا صوبې کښې د نامعلومو کسانو له حملې روغ وتلی دی.

د فارس خبری اژانس د رپورټ له مخې، په پاکستان کښې د جمعیت علمای اسلام په مشر مولانا فضل الرحمان باندې د خیبر پښتونخوا صوبې د ډیره اسماعیل خان له ښاره د تېرېدو په حال کښې د نامعلومو وسله والو له خوا حمله وشوه.

د جمعیت علمای اسلام (فضل څانګې) د عامه اړیکو دفتر له دې برید نه څو دقیقې وروسته اعلان وکړ چې مولانا فضل الرحمن د بریدګرو له سختو ډزو روغ وتلی دی.

ډېره اسماعیل خان ښار د دغه سیاستوال او د هغه د ټاکنیزې حوزې د قدرت مرکز ګڼل کېږي.

دغه ګوند په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې چې د پاکستان او افغانستان په ګډه پوله پرتې ، د امنیتي وضعیت په خرابېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: د عامو انتخاباتو په درشل کښې د داسې بدمرغه پېښو رامنځته کېدل. د سیاسي مشرانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

پر مولانا فضل الرحمن ناکام برید په داسې حال کې کېږي، چې نوموړی په راتلونکو ورځو کې د افغانستان د موقت حکومت په رسمي بلنه کابل ته سفر کوي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د دغه منځګړي د سفر موخه د کړکېچ کمول او د ګډو ننګونو د حل لپاره د خبرو اترو د یوه چینل پرانیستل دي.

د روان کال د جدي د میاشتې په لومړیو کې ترهګرې ډلې "داعش خراسان" د پاکستان د عامه انتخاباتو په درشل کې د جمعیت علمای اسلام (فضل څانګې) ته ګواښ کړی و. دا په داسې حال کې دي چې د اسلام اباد حکومت د دغه هېواد د راتلونکو ټاکنو په اړه د ګوندونو د انتخاباتي کمپاینونو پر ضد د ترهګریزو کړنو او د هغې د اغیزو په اړه سخت اندېښمن دی.