-
د هند اوپاکستان ترمینځ د تاؤتریخوالی دختمولولپاره د شانګهائ موسسې هڅه
Sep 07, 2019 11:31د دایمی غړوپه توګه له پاکستان،هندوستان،ازبکستان،قزاقستان، تاجیکستان،روسیې او چین هیوادونوجوړې شانګهائی موسسې،چې ایران، افغانستان اومغولستان ئې ناظر یا څارونکی هیوادونه دی ، په وروستیو کلونو کې هڅه کړې ده،په سیمه یزو او نړیوالو جوړښتونو کې خپل موقعیّت پیاوړی کړی . او په همدې اساس ئې پر هغو دفاعی او امنیتی موخو سربیره چې ددغې موسسې لومړنۍستراټژی ده،ددغه اورګان دغړو هیوادونو سیاسی ا و اقتصادی ملګرتیاوې ئې هم په ایجنډا کې شاملې کړی دی .
-
پاکستان د افغانستان دغونډې کوربه توب کوی
Sep 07, 2019 10:34ایرنا خبری اژانس وایی د چین د پاکستان او د افغانستان د درې اړخیزه خبرواترو دریم(۳) پړاو نن په اسلام اباد ښار کښې پیلیږی .
-
پاکستان هندوستان په ترهګرۍ تورن کړ
Sep 06, 2019 08:38زمونږخبریال وایی د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا نوی ډیلی دهندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې په حکومتی ترهګرۍ تورن کړ .
-
پاکستان او قطر خپل مینځي پوځي ملګرتیا پراخوي
Sep 06, 2019 03:29د قطر د هوايي ځواک قومندان اسلام آباد ته په خپل رسمي سفر کښې د پاکستان له پوځي چارواکو سره وکتل او ورسره یې د دواړو هیوادونو ترمینځ د پوځي ملګرتیا د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړې.
-
د چین خارجه وزیر هندوستان ته خپل سفر لغو کړ
Sep 06, 2019 03:23د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د کړکیچ د زیاتیدو له امله د چین د بهرنیو چارو وزیر نوې ډیلي ته خپل پلان شوی سفر لغو کړ.
-
کویټه کښې پرله پسې دوه چاودنې وشوې
Sep 06, 2019 00:36د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې بیګا په شویو دوو چاودنو کښې دولسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
-
د ایران اوپاکستان د وسلوال ځواک داړیکوپراختیاد سیمې په امنیت کې اړینه ده
Sep 05, 2019 03:21جنرال آصف غفور وئیلی دی ،دسولې او ثبات دټینګیدا او دسیمې دامنیت لپاره د اسلامی ایران پر پر غوره رول لوبونې سترګې نشی پټیدلی .
-
د پاکستان او بنګله دیش خارجه وزیرانو د کشمیر د حالاتو په هکله خبرې وکړې
Sep 04, 2019 12:17د پاکستان او بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کښې د هند ترکنټرول لاندې کشمیر د تازه بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.
-
دایران او دپاکستان خارجه وزیرانو خبرې وکړې
Sep 04, 2019 00:00زمونږ خبریال وایی د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی دایران داسلامی جمهوریت له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره د کشمیر او دسیمې دمسائیلو په هکله ټیلی فونی خبرې وکړې .
-
پاکستان دکابل ترهګره بم چاودنه وغندله
Sep 04, 2019 00:55زمونږخبریال وایی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل د افغانستان په پلازمینې کابل کښې ترهګره بم چاودنه وغندله .