-
په پاکستان کښې بم چاودنې شل کسان وژلي
Apr 12, 2019 07:56زمونږ خبریال وایی دپاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې نن سهار په هزارګنجی مارکیټ ( Hazarganji market)کښې د هزاره قوم( Hazara community) د غړو پرضد ترهګرې بم چاودنې کښې تراوسه شل(۲۰) کسان وژل شوی او اته څلویښت (۴۸) نور ژوبل شوی هم دی .
-
پاکستان د صهیونیسټي رژيم د پایلټ د نیولو خبر دروغ وباله
Apr 12, 2019 03:14د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان د هوايي ځواکونو د څه مودې مخکښې نښتې په دوران کښې د صهیونیسټي رژیم د پایلټ د نیولو موضوع دروغ وبلله.
-
دپاکستان د مالیې وزیر دامریکا اقدام وغاند
Apr 11, 2019 11:54فارس خبری اژانس وایی د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر د ایران پرضد دامریکا ظالمانه بندیزونه ناجایز اوله توپیر څخه ډک اقدام وباله .
-
پاکستان د بریتانیا د بخښنې غوښتنه وکړه
Apr 11, 2019 11:14ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان داطلاعاتو وزیر فواد حسین چوهدری د بریتانیا د استعمار په وخت کښې په هندبراعظمګی کښې د څه دپاسه زر(۱۰۰۰) کسانو د عام وژلې په اړه د لندن د حکومت درسمی بخښنې غوښتنه وکړه .
-
دپاکستان سیاستوال په امریکا سخته نیوکه وکړه
Apr 11, 2019 09:05د پاکستان دولسمشر پخوانی ویانداو د پیپلز ګوند سیکرټر فرحت الله بابر له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په ترهګر بللو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په وروستی اقدام نیوکه وکړه .
-
د پاکستاني زائرينو لپاره د اسلام آباد خنډ اچونه
Apr 10, 2019 10:50خبري سرچينو د پاکستاني زائرينو لپاره چې له ايران او عراقه ستانه شوي دي د پاکستان د خنډ رامنځته کولو خبر ورکړ.
-
سراج الحق بيا د جماعت اسلامي مشر وټاکل شو
Apr 11, 2019 00:54سراج الحق دګوند دننه انتخاباتو کښې په کاميابۍ سره يو ځل بيا د پينځو کالو لپاره د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر وټاکل شو.
-
امریکا له ایراني سیلاب ځپلو سره د پاکستان د مرستې مخه نیسي
Apr 09, 2019 11:35د پاکستان حکومت د ایران سیلاب ځپلو خلکو ته د انساندوستانه مرستو په رالیږلو کښې د ځنډ وجه، د امریکې کارړنګونه او له تهران سره د واشنګټن دښمني وبلله.
-
هند: په پاکستان د حملې څه پروګرام نه لري
Apr 09, 2019 03:01د هند حکومت په پاکستان باندې د نوې حملې په اړه د دغه هېواد د ادعا په ردولو سره وويل، نوے ډيلے په پاکستان د حملې لپاره څه پروګرام نه لري.
-
هند دپاکستان پرضد بیا حملې کولای شی
Apr 08, 2019 10:39زمونږخبریال وایی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی په ملتان ښار کښې په یوه (۱) خبری کانفرنس کښې په راتلونکو ورځو کښې د هندوستان لخوا دیوې بلې حملې د ترسره کیدا احتمال ته په اشارې سره ایشوا کړه چې د نوی ډیلی لخوا د اپریل دمیاشتې له شپاړسمې (۱۶)تر شلمې(۲۰) نیټې پورې د یوه(۱) بل تیری د ترسره کولو امکان شته .