سراج الحق بيا د جماعت اسلامي مشر وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81443-سراج_الحق_بيا_د_جماعت_اسلامي_مشر_وټاکل_شو
سراج الحق دګوند دننه انتخاباتو کښې په کاميابۍ سره يو ځل بيا د پينځو کالو لپاره د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر وټاکل شو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 11, 2019 05:24 Asia/Kabul
  • سراج الحق بيا د جماعت اسلامي مشر  وټاکل شو

سراج الحق دګوند دننه انتخاباتو کښې په کاميابۍ سره يو ځل بيا د پينځو کالو لپاره د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر وټاکل شو.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې سراج الحق د پنجاب صوبې په منصوره سيمه کښې په يو لړ مراسمو کښې په ګډون سره د پاکستان د مذهبي مشرانو په شتون سره د جماعت اسلامي د مشر په توګه سوګند پورته کړ.

لياقت بلوچ او پروفېسر ابراهيم د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د مشرۍ نور کانديدان وو.

سراج الحق په دغو مراسمو کښې د صهيونېسټ رژيم د ځواکونواو هندي ځواکونو له قبضې څخه د فلسطين او کشمير په ازادېدو باندې په تاکيد سره د پاکستان په اوسنيو واکمنانو نيوکه وکړه.

د جماعت اسلامي مشر وويل، ګراني او په پاکستان بهرني پورونه خپل اوج ته رسېدلي دي او د دغه هېواد واکمنان اوس هم د بهرنيو پورونو د حاصلولو کوشش کوي.