پاکستان د صهیونیسټي رژيم د پایلټ د نیولو خبر دروغ وباله
Apr 12, 2019 03:14 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان د هوايي ځواکونو د څه مودې مخکښې نښتې په دوران کښې د صهیونیسټي رژیم د پایلټ د نیولو موضوع دروغ وبلله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان د هوايي ځواکونو د څه مودې مخکښې نښتې په دوران کښې د صهیونیسټي رژیم د پایلټ د نیولو موضوع دروغ وبلله.
شاه محمود قریشي پرون د پاکستان په سینټ کښې وویل: د پاکستان د پوځ له خوا د هندي ځواکونو د جنګي الوتکو له نسکوریدو وروسته یوه الوتکه د پاکستان په خاوره کښې ولویدله او بیا یې پایلټ ژوندی ونیوی شو.
هغه زیاته کړه چې د اسرائیلي پایلټ د نیول کیدو په هکله ګونګوسې دروغ دي او پاکستان یوازې یو هندي پایلټ نیولی و چې پس له دوو ورځو د وزیراعظم عمران خان په حکم د هندوستان چارواکو ته وسپارل شو.
ټیګونه