-
دپاکستان په پیښور کښې درې پولیس ووژل شول .
Jun 15, 2017 15:55زمونږ خبریال وایی دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې مرکز پیښور ښار په چمکنی سیمه کښې چې دډیروترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی نن له روژه ماتی وروسته په موټرسائیکل درې (۳)سپارو کسانو دپولیسو په ګاډې ډزو سره درې(۳) پولیس ووژل .
-
دشیعه مسلمانانو دامنیت کار دحکومت پرغاړه دی .
Jun 15, 2017 14:53زمونږخبریال وایی د پاکستان دسیند صوبې د شیعه علماو د شورا مشر علامه سید ناظر عباس تقوی د شیعه مسلمانانو د امنیت تامینول د لومړی وزیر نوازشریف او د ولسمشر ممنون حسین د حکومت دنده وبلله .
-
ترهګر دپاکستان او دافغانستان ګډ دښمانان دی .
Jun 15, 2017 14:11زمونږ خبریال وایی دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا نن په پیښور کښې وویل ټروریسټان د افغانستان او د پاکستان ګډ دښمانان دی او کابل او اسلام اباد باید دترهګرۍ پرضد ګډه ملګرتیا ولری .
-
دپاکستان لومړی وزیر ددرغلۍ په اړه ځوابونه ورکړل .
Jun 15, 2017 12:50زمونږخبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف چې دې او کورنۍ یې له درغلۍ او مالی فساد سره مخ ده وویل زما حکومت او زما ټولې کورنۍ ځانونه د احتساب لپاره وړاندې کړی دی او خدای پاک به زما کورنۍ بریالۍ کړی .
-
پاکستان د ماسکو د مینځګړی توب د وړاندیز هرکلی وکړ .
Jun 15, 2017 12:32زمونږ خبریال وایی دپاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویندوی نفیس ذکریا وویل اسلام اباد د هندوستان او دپاکستان ترمینځ د تاوتریخوالو دختمولو لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وړاندیز هرکلی کوی .
-
دپاکستان تحریک انصاف دپوځ په مشر نیوکه وکړه .
Jun 15, 2017 12:18زمونږ خبریال راپور راکړی دپاکستان په ملی پارلمان کښې د تحریک انصاف مشرې میرمن شیرین مزاری په هنګو سیمه کښې دامریکا د بې پایلوټه الوتکې حملې ته د پوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوا په غبرګون سخته نیوکه وکړه .
-
د پاکستان دولت ته د کار پیژاندو سپارښتنه
Jun 15, 2017 11:06له یوې خوا د سعودی عربستان، او قطر ترمنځ لانجی، او له له بلې خوا د سعودی عربستان او ایران ترمنځ لانجې، د پاکستان لیکوالان او پوهان، دیته اړ کړی؛ څو د دغه هیواد حکومت ته خپلې سپارښتنی او د نظر وړ ټکی بیان کړی.
-
د پاکستان د پوځ قومندان د امریکايي ډرونز په تیریو نیوکه وکړه
Jun 15, 2017 03:19د پاکستان د ځمکني پوځ قومندان د خپل هیواد پر خاوره د امریکې د بې پایلټه الوتکو په تیري نیوکه وکړه.
-
بلاخره هم دپاکستان لومړی وزیر دمالی فساد په دوسیې کې محکمې ته حاضر شو
Jun 15, 2017 10:05ایرناخبری آژانس را پورورکړ دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف دلومړی ځل لپاره په اسلام اباد دکې دپانامالیکس مالی فساد د دوسیې څیړنیزې کمیټې (جی آئی ټی ) په غونډې کې حاضر شو او د هغه او دهغه دکورنۍ په ضد ئې د مالی تورونو په باب مطرح شوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړل .
-
د پاکستان د سیاسی او مذهبی ګوندونو مشرانو د قدس د نړیوالې ورځې په شانداره توګه نمانځلو تاکید وکړ
Jun 14, 2017 13:14د پاکستان د سنی او شیعه سیاسی او مذهبی ګوندونو مشرانو او علماؤ د قدس د نړیوالې ورځې په شانداره توګه نمانځلو باندې تاکید وکړ.