دپاکستان لومړی وزیر ددرغلۍ په اړه ځوابونه ورکړل .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50066-دپاکستان_لومړی_وزیر_ددرغلۍ_په_اړه_ځوابونه_ورکړل_.
زمونږخبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف چې دې او کورنۍ یې له درغلۍ او مالی فساد سره مخ ده وویل زما حکومت او زما ټولې کورنۍ ځانونه د احتساب لپاره وړاندې کړی دی او خدای پاک به زما کورنۍ بریالۍ کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2017 12:50 Asia/Kabul
  • لومړي وزیر نوازشریف د درغلۍ په اړه ګډ تحقیقاتي ټیم ته  کوم نوی شی  مطرح نکړ .
    لومړي وزیر نوازشریف د درغلۍ په اړه ګډ تحقیقاتي ټیم ته کوم نوی شی مطرح نکړ .

زمونږخبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف چې دې او کورنۍ یې له درغلۍ او مالی فساد سره مخ ده وویل زما حکومت او زما ټولې کورنۍ ځانونه د احتساب لپاره وړاندې کړی دی او خدای پاک به زما کورنۍ بریالۍ کړی .

هغه وویل  که چیرې زما وړاندیز دسیاسی تماشو قربانی نه کیدلی نو  تراوسه به د درغلۍ دوسیه حل شوی وه .

دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف د پاناما د سندونو په نوم ددرغلۍ ددوسیې دتحقیقاتو د ډلې پوښتنو ته کابو درې(۳) ساعته ځوابونه ورکړل .

له لومړی وزیر نوازشریف سره د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف ، دهغه زوی حمزه شریف او دنوازشریف زوی حسین نواز هم ورسره وو .

دغه راز دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان وویل چې لومړی وزیر نوازشریف د درغلۍ په اړه ګډ تحقیقاتی ټیم ته  کوم نوی شی  مطرح نکړ بلکې له مخکې څخه لیکل شوی وینا یې وکړه .