-
د ترهه ګرۍ حملې په وجه په پاکستان کې عمومی ویر اعلان شو
Feb 17, 2017 17:15د پاکستان په سند صوبه کې د سیهون ښار په لال شهباز قلندر زیارت کې د لسګونو بې ګناه کسانو له وژل کیدو وروسته د پاکستان وحدت مسلمین ګوند درې ورځې عمومی ویر اعلان کړ.
-
دپاکستان د ملیشا ځواکونو دوه غړی ژوبل شول .
Feb 17, 2017 12:11زمونږخبریال وایی دپاکستان په خیبر قبایلی سیمه کښې چې افغانستان ته نږدې پرته ده دحکومتی عسکرو په یوې پوستې دوسله والو کسانو په حملې کښې دوه(۲) ایف سی حکومتی ملیشا ځواکونه ژوبل شول .
-
دپاکستان پوځ له ترهګرو د غچ اخیستلو ژمنه وکړه .
Feb 17, 2017 11:24زمونږ خبریال وایی دپاکستان دسیند صوبې په سیهون شریف کښې په لعل شهباز قلندر زیارت کښې له ترهګرې بم چاودنې وروسته پوځ په یوې بیانیې کښې ترهګرو ډلو ته په سخته لهجه کښې وویل پوځ به د دوې ترهګرو حملوته ځواب ورکړی .
-
پاکستان له افغانستان سره خپل سرحد وتړه .
Feb 17, 2017 11:00زمونږخبریال وایی د پاکستان حکومت او پوځ په هیواد کښې له څو ترهګرو بم چاودنو وروسته پرون له افغانستان سره خپل سرحد تر نامعلومې مودې پورې وتړه .
-
په پاکستان کښې شپږویشت ترهګر وژل شوی دی .
Feb 17, 2017 10:31زمونږخبریال وایی دپاکستان دسیند صوبې په سیهون شریف کښې په لعل شهباز قلندر زیارت کښې دداعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې لخوا له بم چاودنې وروسته چې اتیا(۸۰) بې ګناه خلک پکښې وژل شوی او څه دپاسه دوه سوه پنځوس(۲۵۰) نور ژوبل شوی وو امنیتی ځواکونو په ټول هیواد کښې په عملیاتو کښې شپږویشت(۲۶) ترهګر ووژل او ګڼ شمیر نور یې ونیول .
-
دپاکستان پوځ د افغانستان دسفارت چارواکی احضار کړل .
Feb 17, 2017 10:13زمونږ خبریال وایی پاکستان نن په اسلام اباد کښې دافغانستان دسفارت چارواکی په پنډۍ کښې دپوځ مرکز جی ایچ کیو (GHQ) ته احضار کړل چې په پاکستان کښې د ترهګرو حملو لپاره دترهګرو لخوا دافغانستان له خاورې داستفادې په اړه ورته اعتراض وکړی .
-
مفتی منیب الرحمان ترهګرې حملې داسلام دشرع پرخلاف وبللې .
Feb 17, 2017 09:30زمونږخبریال وایی دکراچۍ پولیسو وویل چې دپاکستان دسیند صوبې په سیهون شریف کښې د حضرت لعل شهباز قلندر په مزار کښې بیګا په ځان وژونکی حملې کښې کابو اتیا(۸۰) زیارتوال مړه او څه دپاسه دوه سوه پنځوس(۲۵۰) نور ژوبل شوی دی .
-
پاکستان له افغانستان سره پوله بنده کړه
Feb 17, 2017 02:32د تاند خبری آژانس د راپور په اساس، د پاکستان پوځ وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ پوله یې د امنیتی دلایلو له کبله تر نامعلوم وخت پورې بنده کړې ده.
-
د سیهون شریف په لعل شهباز قلندر زیارت کښې ترهګره چودنه
Feb 16, 2017 18:35د پاکستان د سیند صوبې د سیهون شریف په لعل شهباز قلندر زیارت کښې ترهګرې چودنې تر ۱۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولی.
-
دپاکستان په خانیوال کې شپږ ترهه ګرهلاک شوي دي
Feb 16, 2017 03:07زمونږخبریال دجنګ انټرنیټي سایټ له قوله راپوروراکړ دپاکستان دپوځ اطلاعاتي ادارې یا آئي ایس پي آر دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دي ،بیګا ئې له پولیسو سره په ګډو عملیاتو کې چې دپټو اطلاعاتو له ترلاسه کیداروسته شوي ، دپنجاب صوبې دخانیوال په چک ۹۸ سیمې کې ئې دترهه ګرو په یوه پټنځاي چاپه ووهله چې هلته موجودو ترهه ګرو ورباندې ناتار ډزې وکړې او په ځوابی ډزو کې هم له هغو شپږ ترهه ګر هلاک او یوشمیر نور هم دشپې له تورتمه په استفادې سره په تښتې کې بریالي شوي دي .