-
د پاکستان د وسلو په تر ټولو ستر نړیوال نندارتون کې د ایران غرفه جوړیږي
Nov 17, 2024 11:48د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلو پویلین د دفاعي، فضایی او الکترونیکی جنګ په ډګرونو کښې د ایران د ملکی صنعتونو په شمول د دغه هیواد د پوځی لاسته راوړنو د ښودلو په هدف د وسلو په ترټولو ستر نړیوال نندارتون کښې جوړیږي.
-
افغان طالبانو ته د پاکستان خبرداری: زموږ د خلکو زغم مه ازمایئ
Nov 16, 2024 02:29د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نوامبر په ۱۴مه په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې د ترهګرو ډلو سره د مبارزې په اړه د اسلام آباد غوښتنه جدي وګڼي او د پاکستان د خلکو زغم دې نه ازمايي.
-
له ایران سره د پاکستان پر ګډو امنیتي همکاریو ټینګار وشو
Nov 15, 2024 12:44د پاکستان د بهرنیو وزارت ویاندې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د امنیتي او له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملګرتیاوو د دوام په اړه د دغه هېواد پر ژمنې باندې په ټینګار سره ویلي چې په ګډو پولو کې به، ترهګرو او د سولې د دښمنانو لپاره هېڅ ځای نه وي.
-
ضمير کابلوف له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي
Nov 15, 2024 02:29د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت چارواکو او د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دغه هېواد پر اړیکو خبرې کړې او د یوه سولهییز او سوکاله افغانستان لپاره یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
-
د؛علامه اقبال شعرونو ؛ته د اسلامي انقلاب د معظم لارښود اهمیّت ورکول د مونږ لپاره ویاړ دی
Nov 13, 2024 01:17سحاب - په ایران کې د پاکستان سفیر په تهران پوهنتون کې د علامه اقبال د ورځې په مناسبت د درنښت په دستورو کې ووئيل، دا چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود دعلامه اقبال له شعرونو ۲۰۰۰ بیته حفظ دي ،او ورته ډير اهمیّت ورکوي ،دمونږ لپاره یو ویاړ دی .
-
ملګری ملتونه د اسرائيلو د تیریو په دریدا کې ناکام شوي دي
Nov 11, 2024 09:58د پاکستان خارجه وزیر او مرستیال صدراعظم د اسلامی ملګرتیاموسیسې او عربی اتحادئې د خارجه وزیرانو په ګډې ناستې کې په ایران او له نیواکي فلسطین سره په ګاونډیو هیوادونو باندې د صهیونیسټي رژيم دتیریګریو په محکومیّت سره ووئيل، د ملګروملتو امنیت شورا د تش په نامه ګریټ اسرائيلو د پلان د پرمخ بیولو لپاره د صهیونیسټي رژیم ددغو تیریو او جنایتونو په درولو کې ناکامه پاټې شوی دی.
-
د پاکستان د بلوچستان د کویټې د بم چاودنې د وژل شویو شمیر زیات شو
Nov 10, 2024 06:44زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې د روغتیا وزارت ویاند وسیم بیګ وویل چې پرون په کویټه کښې د اورګاډي په سټیشن کښې په بم چاودنې کښې د وژل شویو کسانو شمیر شپږویشتو کسانو او د ژوبلو شمیر هم دوه شپیتو ته ورزیات شوی دی.
-
په تیرې او نۍ کې د افغانستان او پاکستان ځینی بدلونونه
Nov 09, 2024 11:06د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د ځینو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه نننی پروګرام کې په تیرې اونۍ کې ددغو هیوادونو دځینو مهمو پيښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو، او بیا مو هم رابولوو، دځینو موردونو په باب دتحلیلي برخې آ وریدو ته ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ.
-
ایران د پاکستان د کویټې د اورګاډي په تمځای کې تروریستي چاودنه وغندله
Nov 09, 2024 12:34سحاب – د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د پاکستان د کویټې ښار د اورګاډي په تم ځای کې ترهګریزه چاودنه وغندله.
-
کویټه کې اورګاډي سټیشن کې چاودنې ۷۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
Nov 09, 2024 09:34د پاکستان د بلوچستان ایالات په کویټې ښار کې نن سهار د اورګاډې سټیشن کې د چاودنې له امله ۲۶ تنه وژل شوي او پنځوس نور ټپیان دي.