اکو  د اسلامی هیوادونو ترمینځ د تعاملاتو لپاره مناسب پلیټ فارم دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157050
ډاکټر پزشکیان د اکو موسیسې د نوي عمومی منشي  لپاره د بریالیتوب په هیلې سره ووئيل، هیله مند یم  په نوو پروګرامونو او په راتلونکو ناستو کې  د اکو ملګرتیا موسیسې  دغړو ترمینځ د نوي ملګرتیا د  احیا او تعاملاتو  شاهدان ووسو.
(last modified 2025-02-06T00:16:24+00:00 )
Feb 06, 2025 04:44 Asia/Kabul
  • اکو  د اسلامی هیوادونو ترمینځ د تعاملاتو لپاره مناسب پلیټ فارم دی

ډاکټر پزشکیان د اکو موسیسې د نوي عمومی منشي  لپاره د بریالیتوب په هیلې سره ووئيل، هیله مند یم  په نوو پروګرامونو او په راتلونکو ناستو کې  د اکو ملګرتیا موسیسې  دغړو ترمینځ د نوي ملګرتیا د  احیا او تعاملاتو  شاهدان ووسو.

د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر  داسلامی هیوادونو ترمینځ داړیکو په پراختیا ټينګار وکړ او وې وئيل،  اکو موسیسه  د اسلامی هیوادونو ترمینځ  د همپالنې او تعاملاتو لپاره مناسبت پلیټ فارم کیدلی شي، په داسې حال کې  چې  له بده مرغه  شاهدان یوو ، دغه موسیسه خپلو موخو ته ته نه ده درسیدلې.

 زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکوي،ډاکټر مسعود پزشکیان  پرون ماسپښین  د اکو موسیسې له  عمومی منشي  اسد مجید خان سره په کتنې کې  د اسلامی هیوادونو ترمینځ داړیکو په پراختیا په ټينګار سره ووئيل؛  اکو موسیسه  د  اسلامی هیوادونو ترمینځ  د همپالنې او تعاملاتو لپاره مناسب پلیټ فارم کیدلی شي، چې له بده مرغه ددې شاهدان یوو چې دغه موسیسه خپلو موخو ته  نه ده رسیدلې.

ډاکټر پزشکیان د اکو موسیسې د نوي عمومی منشي  لپاره د بریالیتوب په هیلې سره ووئيل، هیله مند یم  په نوو پروګرامونو او په راتلونکو ناستو کې  د اکو ملګرتیا موسیسې  دغړو ترمینځ د نوي ملګرتیا د  احیا او تعاملاتو  شاهدان ووسو.

د اکو موسیسې عمومی منشي هم په دغې کتنې کې  په اکو موسیسې کې د ایران پر چورلیزي رول  په ټينګار سره  ووئيل؛ هیله مند یم زماد  شتون  په پړاؤ کې  د اکو دتوانمنیو د احیاء او د بدلون  شاهدان ووسو.

 د اکو موسیسې  عمومی منشي د اکو د غړو هیوادونو ترمینځ په همپالنې په ټينګار کې د ډاکټر پزشکیان د دریځونو په قدرونې سره ،  په ترکيې کې د غړو هیوادونو دخارجه وزیرانو  راتلونکي ناستې  ته اشاره وکړه او هیله ئې وښودله  چې  د غړو هیوادونو د  چارواکو د تعاملاتو او  غونډو په نتیجې کې د اکو موسیسې د غړو ترمینځ  ملګرتیاوې پراخې شي.