-
په پاکستان کې د یوه خره بیه له زرو ډالرو لوړه شوې ده
Sep 16, 2024 12:51پاکستاني رسنۍ وايي، په دغه هېواد کې دا مهال د یوه خره بیه له زرو ډالرو لوړه شوې او دا مهال چین ته د پاکستان د خرو لېږدول زیات شوي.
-
عمران خان له طالبانو سره د مخامخ خبرو ملاتړ وکړ
Sep 16, 2024 01:28د پاکستان پخوانی لومړی وزیر له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر د وړاندیز په تائیدولو سره په سرحدی سیمو کښې د ترهګرۍ په ځپلو کښې د دغه اقدام په اهمیت ټینګار وکړ.
-
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې چارواکو له طالبانو سره په خبرو ټینګار وکړ
Sep 15, 2024 10:32زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې وزیر زاهد شاه د دغه صوبې د اعلی وزیر علي امین ګنداپور د دریځ ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان فیډرالي حکومت له مخالفت سربېره طالبانو سره د خبرواترو ملاتړ کوي.
-
د پاکستان د میرمنو په پوهنتون کښې د ایران پیژندې خونه جوړه شوه
Sep 14, 2024 04:13د ایران او پاکستان ترمینځ د کلتروي ډیپلماسۍ په تیره بیا په علمي او د محصلینو په برخه کښې د ګډو تعاملاتو په موخه يه راولپنډۍ کښې د میرمنو پوهنتون د ایراني پیژندنې خونې د جوړولو او د ملګرتیا د هوکړې د لاسلیکولو په لړ کښې خپله پریکړه اعلان کړه
-
هېڅوک له طالبانو سره د مخامخ خبرو اجازه نه لري
Sep 13, 2024 08:14زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه د خیبر پښتونخوا صوبې د اعلی وزیر علي امین ګنداپور څرګندونې په کلکه ټکو غندلې دي.
-
د پاکستان دفاع وزارت: ۲۴ طالبانو ته مو مرګ ژوبله اړولې
Sep 09, 2024 14:04د پاکستان دولتي راډیو د دغه هېواد د دفاع وزارت د سرچینو له قوله ویلي، چې له پاکستاني سرحدي ځواکونو سره په نښته کې ۸ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
-
د عمران خان د پلویانو لخوا د لاریونونو پیل کېدل
Sep 09, 2024 14:02له پاکستانه رارسیدلي خبرونه دا دي چې د تحریک انصاف پلویانو د اسلام اباد په څنډه کې لاریون کړی او له زندانه د دغه ګوند د مشر عمران خان د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.
-
پاکستان د خپلو ناکامیو پړه په افغانستان وراچوي
Sep 07, 2024 11:16د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر یو ځل بیا د کابل په وړاندې د دغه هیواد د حکومت سیاستونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې اسلام اباد غواړي د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان واچوي.
-
پاکستان د ایران څلورم سوداګریز شریک دی
Sep 06, 2024 12:40د ایران ګمرک اداره وایي، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ایران د صادراتو او وارداتو د احصائیو له مخې، پاکستان له اماراتو، ترکیې او عراق وروسته د ایران څلورم سوداګریز ملګری دی.
-
د پاکستان پوځ وایي، سږ کال یې یواځې پوځي عملیاتو کې نږدې ۲ سوه پوځیان وژل شوي
Sep 06, 2024 09:52د دغه هېواد د پوځ ویاند وایي، په تیر یو کال کې د پوځي عملیاتو پر مهال په بېلا بېلو سیمو کې ۱۹۳ پاکستاني افسران او پوځیان وژل شوي دي.