-
د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر لپاره نوی لومړی وزیر وړاندیز شو
Jul 25, 2016 01:47د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر د پارلیمان استازو راجا فاروق حیدر د دغه سیمې د راتلونکی لومړی وزیر په توګه وړاندیز کړ.
-
د پاکستان پیپلز پارټۍ د دغه هیواد سند صوبې د اعلی وزیر د بدلولو فیصله وکړه
Jul 25, 2016 01:39د پاکستان پیپلز پارټۍ د دغه هیواد سند صوبې د اعلی وزیر د بدلولو فیصله وکړه او ددغه پارټۍ په غونډه کې سید مراد علی شاه د نوېۍ اعلی وزیر په توګه وړاندیز شوی دی.
-
د پاکستان خلکو په مظاهرو سره په کشمیر کې دهند ظلمونه وغندل
Jul 24, 2016 16:06د پاکستان په زرګونو خلکو نن د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د خلکو په وژله او د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په اعتراض کې په لاهور او اسلام اباد کې مظاهرې وکړې.
-
پاکستان د کابل ترهه ګرې چاودنې وغندلې
Jul 24, 2016 11:26د ایرنا د راپور په اساس، د پاکستان خارجه وزارت نن د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ: د کابل په ترهه ګرو چاودنو کی، د سل ګونو بی ګناهو خلګو د مرګ ژوبلې په خاطر، د پاکستان دولت او ملت د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب؛ د افغانستان دولت او خلګو ته څرګندوی.
-
د پاکستان د ملی پیوستون شورا مشر ټینګار وکړ چی باید د حج په اړه د ایران غوښتنو ته پام وشی
Jul 24, 2016 09:31«صاحب زاده ابوالخیر زبیر» د ایرنا له خبریال سره په مرکه کی وویل: حج، د مسلمانانو لپاره الهې ستره فریضه ده، او له دغه فریضې څخه هدف، د حج په کنګره کی د عالم اسلام راغونډیدل، او د مشکلاتو د هوارۍ لپاره ګډه هڅه او وحدت کول دی.
-
د پاکستان له لوری د کابل چودنې غندنه
Jul 23, 2016 14:11د پاکستان لومړی وزیر په کابل کښې ننۍ ترهګرې چودنې وغندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږی څرګنده کړه.
-
پاکستان په کشمیر کښې د هندی ځواکونو د ظلمونو په خلاف ملګرو ملتو ته شکایت کوی
Jul 23, 2016 12:33پاکستان غواړی په کشمیر کښې د هند په ظلمونو باندې په اعتراض کښې ملګروملتو ته مراجعه وکړی.
-
په تهران کښې د پاکستان نوی سفیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره کتنه وکړه
Jul 23, 2016 12:12د ایران د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې په ټولو برخو کښې به د ایران او پاکستان تعلقات له مخکې نه زیات په پراخې ومومی.
-
په پاکستان کی د شیعیانو مظاهرې
Jul 23, 2016 11:56د پاکستان په زرګونو خلګو، د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو د وژلې، او د دغو وژلو له عواملو سره د پاکستان د دولت د نه مقابلې او برخورد په اعتراض کی، د یاد هیواد په مختلفو ښارونو کی، اعتراضی غونډې وکړې.
-
پاکستان په هند باندی د دولتی ټروریزم تور ولګاوه
Jul 22, 2016 12:07د پاکستان د لمړی وزیر سلاکار، د برخلیک د حق د ټاکلو دغوښتنې له کبله، د کشمیریانو د ځپلو په دلیل، په هند باندی د دولتی ټروریزم تور ولګاوه.