په ننګرهار کې دطالبانو ګومارل شوی ځانمرګی نیول شوی
ناڅرګندو وسله والو تیره شپه دننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اړوند مارکو په سیمه کې یو ځایی قومي مشر او د سپین غر ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پاڅونوالو مشر اعتبار خان هم په داسې حال کې چې له تراویح لمانځه وروسته له جوماته کور ته پر لار و په ډزو وژلی دی.
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ دافغانستان د ننګرهار دوالي ویاند عطا ا...خوږیاڼي نن سهار وئيلی دي ،امنیتي ځواک د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې یو پاکستانی وګړی حسن الرحمن نیولی چې اعتراف ئې کړی ،د پاکستان د کراچۍ اوسیدونکی دی او د طالبانو له لورې په یوه دیني مدرسه کې تر روزنې وروسته د افغانستان ننګرهار ولایت ته لیږدول شوی چې پر امنیتی ځواک او یا هم له ګڼې ګوڼې په ډکې سیمې کې ځانمرګی برید وکړي،خو تر برید وړاندې ونیول شو.
د ننګرهار دوالي ویاند ونه ویل چې له نیول شوي تن سره چاودیدونکي توکی او نورو څه نیول شوي که نه؟ خو زیاته یې کړه چې نیول شوی تن د نورو معلوماتو تر لاسه کولو په موخه تر توقیف او پوښتنو ګرویګنو لاندې دی.بل پلو ناڅرګندو وسله والو تیره شپه دننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اړوند مارکو په سیمه کې یو ځایی قومي مشر او د سپین غر ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پاڅونوالو مشر اعتبار خان په داسې حال کې چې له تراویح لمانځه وروسته له جوماته کور ته پر لار و په ډزو وژلی دی. دننګرهار دوالي ویاند عطا ا....خوږیاڼی وایي برید ګر په تیښته بریالي شوي خو پر وینا یې چې امنیتي ځواک په دې اړه پلټنې پېل کړي دي تر اوسه ددغه قومي مشر او د سیمه ییزو پآڅونوالو دمشر د وژنې پړه چا پر غاړه نده اخیستې