په غزني ولایت کې د افغان ځواک   امنیې قومندان وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100118-په_غزني_ولایت_کې_د_افغان_ځواک_امنیې_قومندان_وژل_شوی
په وروستیو شپو ورځو کې په افغانستان کې په داسې حال کې مسلمان ولس په خولې روژې نیولي د جنایتکارو او وحشي ډوله تکفیریانو په لاس په وینو کې لمبول کیږي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 10, 2021 09:46 Asia/Kabul

په وروستیو شپو ورځو کې په افغانستان کې په داسې حال کې مسلمان ولس په خولې روژې نیولي د جنایتکارو او وحشي ډوله تکفیریانو په لاس په وینو کې لمبول کیږي .

زمونږخبریال له غزني راپور راکړ  د افغانستان غزنی چیري چې څه باندې یوه میاشت په کې د جګړو ،هم دافغان ځواک او هم د طالبانو د مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه له مختلفو رسینو څخه اوریدل کیږي،دا ځل بیا دیاد ولایت د ( خواجه عمرۍ) په ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو د یوه  امنیې قومندان د وژل کیدو خبر رارسیږي.

د غزنی د ولایت ویاند واحدا...جمعه زاده وایي چې تیر مازیګر ناوخته د (ګیرو ولسوالۍ)امنیې قومندان لومړی څارن عبدالغفور(مرجانخېل) د وسله والو طالبانو د ځای پرځای کړای شوي ماین په یوې چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 باید وویل شي ده چې دا په روانه میاشت کې د غزنی ولایت دولسوالیو (۴) څلورم امنیه قومندان دی چې یاهم له وسله والو طالبانو سره په جګړې کې او یا هم دطالبانو له لورې دځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي .