پاکستان د افغانستان د کمزوري کولو کوشش کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100302-پاکستان_د_افغانستان_د_کمزوري_کولو_کوشش_کوي
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب نن په ننګرهار ولایت کښې وویل پاکستان غواړي دوباره زمونږ هیواد کمزوری کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2021 08:05 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان د کمزوري کولو کوشش کوي

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب نن په ننګرهار ولایت کښې وویل پاکستان غواړي دوباره زمونږ هیواد کمزوری کړي .

هغه وویل نن سبا زمونږ ګاونډي هیوادونه چې د افغانستان لپاره یې سپیره هدفونه نه له افغانانو او نه د نړۍ له خلکو پټ دي له یوې(۱) قدرت غواړي ډلې استفاده کوي چې  افغانستان دوباره کمزوری کړي .

حمد الله  محب په عین حال کښې له قومي مشرانو او نفوذ لرونکي کسانو وغوښتل طالبان د جنګ بندولو ته وهڅوي .

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت د  سلاکار حمد الله محب دغه څرګندونې کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوا له سفر څلور (۴) ورځې وروسته ترسره کیږي .

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له ولسمشر اشرف غني سره د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوا له کتنې وروسته ویلي وو چې د سولې په ټینګیدا او په طالبانو باندې د پاکستان په نفوذ کښې د پاکستان په شمول د سیمې د هیوادونو رول ډیر مهم دی او د دواړو هیوادونو ثبات له یوبل سره غوټه خوړلي ده .