کابل کښې بم چاودنې دولس کسان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100314-کابل_کښې_بم_چاودنې_دولس_کسان_وژلي_دي
اوا خبري اژانس وايي کابل کښې بم چاودنې بیا دولس کسان وژلي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2021 12:59 Asia/Kabul
  • کابل کښې بم چاودنې دولس کسان وژلي دي

اوا خبري اژانس وايي کابل کښې بم چاودنې بیا دولس کسان وژلي .

ترهګرو نن یوځل بیا د افغانستان د پلازمینې کابل  د شکردره ولسوالۍ په قلعه مراد سیمه کښې د لمونځ ګزارو پرضد ماین چاودنه وکړه چې له کبله یې تراوسه دولس (۱۲)کسان وژل شوي او پینځلس (۱۵)نور ژوبل شوي هم دي .

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وویل د دغه چاودنې له کبله تراوسه د حاجي بخشي جومات د امام مفتي نعمان په ګډون دولس (۱۲)کسان وژل شوي او څه د پاسه پینځلس (۱۵) نور ژوبل شوي هم دي .

مفتي نعمان د داعش او وهابیت ضد شخصیت ګڼل کیده کوم چې په ځلونو د داعش ترهګرې ډلې او د وهابیت پرضد ویناګانې کړي وې .

ویره شته چې د  کابل د نن ورځې د وژل شویو کسانو شمیر نور هم زیات شي .

روانه اونۍ په کابل کښې دا دوهمه خونړۍ حمله ګڼل کیږي .

په تیرې شنبې ورځ هم د کابل په دشت برچي کښې په سید الشهدا ښوونځي باندې ترهګرې حملې کښې یوسل دیارلس(۱۱۳)انجلۍ وژل شوي او څه د پاسه یوسل پنځوس(۱۵۰) نورې ژوبلې شوي دي .