ګلبدین حکمتیار د خارجي عسکرو د شتون دوام غواړي
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په غیر مسولانه څرګندونو کښې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل غلط کار وباله .
ګلبدین حکمتیار له افغانستان څخه د خارجي عسکرو د وتلو په غیر مسولانه بللو سره هغه په دغه هیواد کښې د یوه(۱) بل جنګ د پیلیدا زمینه جوړونکي وبلل .
د افغانستان د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار دغه څرګندونې وروسته له دې کیږي چې هغه درې (۳) ورځې مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مینځګړیتوب سره د هیواد له ولسمشر اشرف غني سره کتنه او خبرې کړې وې .
ګلبدین حکمتیار ویلي دي ما د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په کتنې کښې داسې موافقې کړي دي چې د عملې کیدا په بڼه کښې به ډیر موجوده مشکلات حل شي .
دا په داسې حال کښې دي چې طالبانو د امریکا په مشرۍ د خارجي عسکرو وتل په افغانستان کښې د جنګ او د تاوتریخوالي د ختمولو او د سولې د ټینګیدا اصلي لاره بللي ده .