د افغانستان د جنګ د دوام لپاره هیڅ پلمه نه ده پاتې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100374-د_افغانستان_د_جنګ_د_دوام_لپاره_هیڅ_پلمه_نه_ده_پاتې
اریانانیوز خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني ټينګار وکړ له هیواده د بهرنیو عسکرو په وتلو سره د جنګ د دوام لپاره د طالبانو لپاره هیڅ پلمه نه پاتې کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2021 07:59 Asia/Kabul
  • د افغانستان د جنګ د دوام لپاره هیڅ پلمه نه ده پاتې

اریانانیوز خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني ټينګار وکړ له هیواده د بهرنیو عسکرو په وتلو سره د جنګ د دوام لپاره د طالبانو لپاره هیڅ پلمه نه پاتې کیږي .

اشرف غني د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د قندهار د  پکتیا او د ننګرهار ولایتونو له مشرانو او نفوذ لرونکو کسانو سره په کتنې کښې وویل له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو په وتلو سره ښه فرصت دی چې طالبان جنګ او د خلکو وژله پاې ته ورسوي .

د افغانستان ولسمشر زیاته کړه له هیواده د خارجي عسکرو د وتلو له اعلان وروسته ښه فرصت برابر شوی دی او همدا اوس د سولې پلان او د هغه مدیریت د افغانانو په لاس کښې دی .

اشرف غني د افغانستان په قومي مشرانو غږ وکړ چې په طالبانو باندې دباو راولي چې د سولې د خبرو اترو میز ته کیني او د هغه لپاره حل لاره پیدا کړي .

ټاکل شوي ده چې د امریکا په مشرۍ خارجي عسکر د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر پاې پورې له افغانستان څخه په کامل ډول  ووځي .