د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیلو جنایات په کلکه وغندل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له فلسطیني ولس سره د افغانستان د خلګو او د حکومت د پیوستون د اعلانولو تر څنګ د اسرائیلي رژیم جنایات په کلکه وغندل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یو خپلواک دولت په توګه د فلسطین له مشروع حق څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې اتمر د فلسطین هېواد پر ځینو برخو د اسراییل بریدونه په سختو ټکو غندلي او د فلسطین له خلکو سره یې د افغانانو پیوستون په ډاګه کړی.
خبرپاڼه زیاتوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین هېواد اوسنی حالت د اسلامي نړۍ پر وړاندې ستره ننګوونه بللې او دا څه یې له نړیوالو پرېکړه لیکونو سرغړونه یاده کړې ده.
بلخوا، د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د اسرایيلو د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
د یادولو وړ ده چې له اوو ورځو راهیسې د فلسطین پر غزې سیمې د اسراییلو دولت له لوري پراخه بریدونه شوي چې پر مها یې تر ۲۲۰ ډېر کسان وژل شوي او ۵ زره نور ټپیان شوي دي.