امریکې خپله څلورمه پوځي اډه د افغانستان پوځ ته وسپارله
May 18, 2021 00:28 Asia/Kabul
د افغانستان په ختیځ کښې د امریکې پوځي اډه د ملي اردو ځواکونو ته ورکړې شوه
د افغانستان په ختیځ کښې د امریکې پوځي اډه د ملي اردو ځواکونو ته ورکړې شوه
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي پرون وویل: امریکايي پوځیانو د (فاب شنک) اډه د افغانستان د ملي اردو ځواکونو ته وسپارله.
هغه زیاته کړه چې افغان ځواکونه غواړي د دغې اډې له بیارغونې وروسته هغه د روزنیز مرکز په توګه استعمال کړي.
امریکې له دې مخکښې هم په افغانستان کښې خپلې درې پوځي اډې د دغه هیواد ځواکونو ته سپارلې دي خو رپورټونه وايي چې دا اقدامات زیاتره د افغانستان له یوې سیمې نه بلې ته د امریکايي ځواکونو د منتقلیدو تر حده دي او دغه نیواکګر ځواکونه تراوسه له افغانستانه نه دي وتلې.
ټیګونه