د ناټو عسکرو مرستې په ورین تندي منو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100612-د_ناټو_عسکرو_مرستې_په_ورین_تندي_منو
د ناټو موسیسې عمومي منشي ینس سټولټنبرګ بیګا په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره په  ګډ خبري کنفرانس کې  ویلي، په افغانستان کې د ناټو د ځواک د شتون په پای ته رسېدو سره له افغانستان سره یو نوی سپرکی پرانیستل کېږي.
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
May 22, 2021 04:35 Asia/Kabul
  • د ناټو عسکرو مرستې په ورین تندي منو

د ناټو موسیسې عمومي منشي ینس سټولټنبرګ بیګا په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره په  ګډ خبري کنفرانس کې  ویلي، په افغانستان کې د ناټو د ځواک د شتون په پای ته رسېدو سره له افغانستان سره یو نوی سپرکی پرانیستل کېږي.

زمونږخبریال راپور راکړ  د افغانستان  د ولسمشر ځانګړی سلاکار وحید عمر پخپل یوه ټولنیز پيغام کې لیکلي دي ، دوی د ناټو موسیسې  د اعلان هرکلی کوي او  او ورسره  به نوي سپرکی  شته لاسته راوړنې لا پياوړې او خوندي کړي.

که څه هم د ټولو بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د افغان ځواک د راتلونکي ملاتړ په اړه ځینې شکونه او اندېښنې شته ، خو په دې برخه کې د ناټوموسیسې د عمومی ممنشي وروستي  ډاډ افغان چارواکي خوښ کړي دي.

وحید عمر ویلي، د ناټو په چوکاټ کې له افغان ځواکه نړیوال ملاتړ، افغان ځواکونه له پخوا ډېر پیاوړي کولای هم شي.

همداارز د افغانستان د حکومت د رسنیو د دفتر مشر دواخان مينه پال هم بیګا ځینو رسندویو سره په خبرو کې د ناټوځواک وروستی اعلان  اعلان ګټور  بللی  او وئيلي ئې دي ،ناټو سره تل پاتې مشارکت لرو او دوي ژمن دي چې په اوږد مهال کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواک  په سنبالتیا  او روزنې او سلامشورو ته دوام ورکړي، نو ځکه ئې مونږ عن ئې هرکلی کوو."

Image Caption
Image Caption