د ناټو عسکرو مرستې په ورین تندي منو
د ناټو موسیسې عمومي منشي ینس سټولټنبرګ بیګا په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي، په افغانستان کې د ناټو د ځواک د شتون په پای ته رسېدو سره له افغانستان سره یو نوی سپرکی پرانیستل کېږي.
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان د ولسمشر ځانګړی سلاکار وحید عمر پخپل یوه ټولنیز پيغام کې لیکلي دي ، دوی د ناټو موسیسې د اعلان هرکلی کوي او او ورسره به نوي سپرکی شته لاسته راوړنې لا پياوړې او خوندي کړي.
که څه هم د ټولو بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د افغان ځواک د راتلونکي ملاتړ په اړه ځینې شکونه او اندېښنې شته ، خو په دې برخه کې د ناټوموسیسې د عمومی ممنشي وروستي ډاډ افغان چارواکي خوښ کړي دي.
وحید عمر ویلي، د ناټو په چوکاټ کې له افغان ځواکه نړیوال ملاتړ، افغان ځواکونه له پخوا ډېر پیاوړي کولای هم شي.
همداارز د افغانستان د حکومت د رسنیو د دفتر مشر دواخان مينه پال هم بیګا ځینو رسندویو سره په خبرو کې د ناټوځواک وروستی اعلان اعلان ګټور بللی او وئيلي ئې دي ،ناټو سره تل پاتې مشارکت لرو او دوي ژمن دي چې په اوږد مهال کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواک په سنبالتیا او روزنې او سلامشورو ته دوام ورکړي، نو ځکه ئې مونږ عن ئې هرکلی کوو."