د افغانستان په لغمان کې څه د پاسه ۵۰ طالبان وژل شوي
د دې عملیاتو په پایله کې د طالبانو د مخکښ قوماندان زلمی او ګن شمېر نورو قوماندانانو په ګډون، تر ۵۰ زیات ترهګر وژل شوې او ۶۰ تنه نور ټپیان شوې دي
د افغانستان دفاع وزارت په لغمان ولایت کې د مخکښو طالب قوماندانانو په ګډون د څه باندې ۵۰ تنو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د افغانستان دفاع وزارت په خبرپاڼه کې نن راغلي چې افغان ځواکونو بیگا د وسلوال پوځ د لوی درستیز محمد یاسین ضیاء په مشرۍ د لغمان ولايت په مرکز، الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ګډ عمليات تر سره کړل.
خبرپاڼه زیاتوي، د دې عملیاتو په پایله کې د طالبانو د مخکښ قوماندان زلمی او ګن شمېر نورو قوماندانانو په ګډون، تر ۵۰ زیات ترهګر وژل شوې او ۶۰ تنه نور ټپیان شوې دي.»
دفاع وزارت وايي، د دغو نښتو پر مهال له مرکز مهترلام څخه تر الينګار ولسوالۍ پورې سيمي تصفيه شوي او د عليشنګ ولسوالۍ په لور عملیات دوام لري.
ورته مهال د لغمان ځايي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د وروستیو نا امنیو په تړاو شاوخوا سل امنیتي منسوبین زنداني شوي دي.
والي رحمت ا... یارمل رسنیو ته ویلي چې په وروستیو کې په دغه ولایت کې نا امنۍ د امنیتي منسوبینو د غفلت له امله رامنځ ته شوې چې له همدې امله یې شاوخوا سل امنیتي منسوبین زنداني کړي دي.
د ښاغلي یارمل په خبره چټکې هڅې روانې دي چې پر دغه ولایت د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شي او د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره به جدي اقدامات ترسره کېږي.