د افغانستان د حکومت او طالبانو پلاویو یوځل بیا سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100744-د_افغانستان_د_حکومت_او_طالبانو_پلاویو_یوځل_بیا_سره_وکتل
له دوحې څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوو له ځنډ وروسته پرون په خپل منځ کې خبرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 25, 2021 04:20 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

له دوحې څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوو له ځنډ وروسته پرون په خپل منځ کې خبرې وکړې.

له دوحې څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوو له ځنډ وروسته پرون په خپل منځ کې خبرې وکړې.

دا د دواړو خواوو ترمنځ له اوږده ځنډه وروسته دوهمه کتنه ده. له دې وړاندې د روانې مې په ۱۳ مه دواړو خواوو په خپل منځ کې لیدلي وو.

همداراز راپورونه وايي چې د طالبانو یو مرکچي عبدالحکیم حقاني، چې له خپلو مشرانو سره د مشورو لپاره پاکستان ته تللی و، بېرته دوحې ته رسېدلی دی.

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی وايي، مخکې تر دې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په ۱۴ له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو نېټه اعلان کړي، خبرو ته د طالبانو لېوالتیا کمه شوې وه. دوی دغه راز ادعا کوي چې طالبانو په بېلابېلو پلمو خبرې ځنډولې خو کله چې بایډن اعلان وکړ چې د مې د لومړۍ پر ځای د سپټمبر پر یوولسمه ځواکونه باسي، طالبانو د استانبول په کنفرانس کې له ګډونه د انکار ترڅنګ د دوحې خبرې هم وځنډولې.

خو په همدې منځ کې طالبانو بیا ادعا کړې چې د افغانستان د جمهوري دولت پلاوی د سولې خبرې ځنډوي.