نیواکګر امریکایان په افغانستان کښې خپل پوځي تجهیزات له مینځه وړي
له افغانستانه د امریکې د ترهګرو پوځیانو د وتلو له بهیر سره هم مهاله تراسوه د امریکې د پوځ څه باندې لس زره قطعې تجهیزات افغان ځواکونو ته د سپارل کیدو پر ځاې له مینځه وړل شوې دي.
له افغانستانه د امریکې د ترهګرو پوځیانو د وتلو له بهیر سره هم مهاله تراسوه د امریکې د پوځ څه باندې لس زره قطعې تجهیزات افغان ځواکونو ته د سپارل کیدو پر ځاې له مینځه وړل شوې دي.
د امریکې د پوځي مرکزي قومندانۍ (سنټکام) په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې له افغانستانه د امریکې د ترهګرو پوځیانو د ایستلو لپاره د ولسمشر جوبایډن له پریکړې وروسته تراوسه د ۱۶۰ C-17 الوتکو په اندازه تجهیزات له دغه هیواده ایستل شوي دي.
په دغه خبرپاڼه کښې زیاته شوې چې تراوسه څه باندې ۱۰ زره قطعې تجهیزات د له مینځه وړلو لپاره په افغانستان کښې د امریکې د دفاعي تدارکاتو ادارې ته سپارل شوي دي او ۵ اډې هم د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارل شوې دي او په ټول کښې د وتلو د بهیر له ۱۶ نه تر ۲۵ فیصدو پورې برخه بشپړه شوې ده.
د امریکې پوځ له افغانستانه د وتنې له بهیر سره هم مهاله لپاره د دې چې خوندي وتل یې بللي دي، تراسه خپله ۶۵۰ ځانګړي ځواکونه افغانستان ته لیږلي دي او هم داشان یې د (هیمارس) په نامه څو راکټي سیسټمونه هم دغه هیواد ته منتقل کړي دي.
ټاکل شوې چې په افغانستان کښې د امریکې ځواکونه د روان کال د ستمبر تر یوولسمې نیټې له دغه هیواده ووځي.