د اشرف غني صلاحکار:
په افغانستان کښې د صلحې او جنګ لپاره چمتووالے لروو
د افغان ولسمشر صلاحکار له کورني جنګ څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، حالات بدل شوي دي او د دغه هېواد حکومت هم د صلحې او هم د جنګ لپاره چمتووالے لري.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغاننستان حزب وحدت اسلامي مشر او د دغه هېواد د ولسمشر صلاحکار محمد محقق وويل، نړيوال بايد اجازه ورنه کړي چې افغانستان يو ځل بيا د ترهه ګرو لپاره په امن ځاے بدل شي.
هغه دې ته په اشارې سره چې طالب ډله صلحې ته هيڅ ګروهنه نه لري زياته کړه، په نرمو خبرو ونه غولېږئ بلکه کوشش وکړئ چې يو ځل بيا افغانستان د ترهه ګرۍ او ترهه ګرو لپاره په امن ځاے بدل نه شي.
محقق له دې مخکښې هم خبردارے ورکړے ؤ چې که په افغانستان کښې صلح ټينګه نه شي نو په راتلونکو وختونو کښې به سخت جنګونه رامنځته شي او د صلحې د راتلو په اړه څه خوشفهمي نشته.