طالبان په افغانستان کې یوازې په جنګ تمرکز لري 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100928-طالبان_په_افغانستان_کې_یوازې_په_جنګ_تمرکز_لري
د افغانستان حکومت  د طالبانو ډلې له خوا د خبرواترو ردیدا لپاره  هیڅ پلمه نه ده پریښودلې  او د وارمخکې انتخاباتو  د ترسره کولو  او د مشارکتي حکومت   دجوړولو په وړاندیز سره  له خپلې خوا ډير نرمښت  نندارې ته وړانډې کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2021 07:53 Asia/Kabul
  • طالبان په افغانستان کې یوازې په جنګ تمرکز لري 

د افغانستان حکومت  د طالبانو ډلې له خوا د خبرواترو ردیدا لپاره  هیڅ پلمه نه ده پریښودلې  او د وارمخکې انتخاباتو  د ترسره کولو  او د مشارکتي حکومت   دجوړولو په وړاندیز سره  له خپلې خوا ډير نرمښت  نندارې ته وړانډې کړی دی .

سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړی ،  د افغانستان د حکومتي مرکچي ټيم یوه غړي حفیظ منصور  نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، طالبانو ډله تر دې د مه  هم په دې اند ده چې  د جنګ له لارې قدرت ته رسیدلی شي او ددغې ډلې مرکچي ټيم د راتلونکي حکومت په باب د افغانستان د حکومت هیڅ یوه  وړاندیز ته غوږ نه ږدي .

 حفیظ منصور  په داسې حال کې  چې مشارکتي نظام د درست افغان ولس په ګټه ګڼلی زیاته کړې ئې ده،طالبان دې پوهه شي،چې د جنګ او تاؤټریخوالي زیاتیدا  هیڅکله هم دغه ډله خپلو موخو ته نشي رسولی .

 په دغه راپور کې زیاته شوې ده،د افغانستان حکومت  د طالبانو ډلې له خوا د خبرواترو ردیدا لپاره  هیڅ پلمه نه ده پریښودلې  او د وارمخکې انتخاباتو  د ترسره کولو  او د مشارکتي حکومت   دجوړولو په وړاندیز سره  له خپلې خوا ډير نرمښت  نندارې ته وړانډې کړی دی .

 له دې مخکې هم د افغانستان ملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا.... عبدا...  او د ولسمشرۍ لوړپوړي سلاکار محمد محقق  هم  ټينګار کړی ، چې طالبان  سولې سره هیڅ ګروهنه نه لري   او نړۍ  باید اجازت ورنکړي ، چې افغانستان  یو ځل بیا د  ترهه ګرۍ لپاره د امن په ځالې بدل شی .