په افغانستان کې د کرونائي بحران دزیاتیداله امله ښونکي مرکزونه وتړل شول
د افغانستان د روغتیائي وزارت د وروستي راپور په اساس ، په افغانستان کې په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ویروس اخته اتلس کسانو خپل ژوند له لاسه وورکړی او نهه سوه اوه اویا نور ککړ کسان هم په روغتونونو کې بستري شوي دي .
ایرناخبری آ ژانس راپور ورکړی ، د افغانستان دروغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره چې په دغه هیواد کې د کروناویروس خوریدا دجدي خطرې ټلۍ کړنګولې ده ، ددغه هیواد له ولسه غوښتي دي ،د کرونائي ویروس دخوریدا دمخنیوي لپاره دې په جدي توګه ټولنیز واټن ، ماسک لګول او په صابون او شامپو سره دلاسونو وینځلو رعایتولو ته توجه وکړي .
د افغان جاپان هغه روغتون یوه ډاکټر چې په کابل کې د کرونائي ناروغانو ته ځانګړی شوی ، وئيلي دي ،په وروستیو اونیو کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر زیات شوی او همدااوس په دغه روغتون کې نور د ناروغانو دساتلو ګنجایش نشته او او ان تر دې چې کرونائي ناروغان په انګڼ او لارو کې بستري شوي دي .
د کابل ښاروال هم وئيلي دي ، چې په روانې اونۍ کې به په کابل کې د وادونو او پروګرامونو دترسره کولو درست هالونه هم وتړل شي . حکومت او دافغانستان ولسي ټولنې هم وئیلي دي ، د کرونا ویروس تر کنټرولولو او د دریمې مرحلې څخه تر تیریدا پورې هرډول غونډې ، وادونه او د فاتحې دستورې به منع وي .