قطر کښې د افغانستان د سولې خبرې نن پیلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101048-قطر_کښې_د_افغانستان_د_سولې_خبرې_نن_پیلیږي
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د له سره پیلولو په هدف سره نن د قطر پلازمینې دوحې ته ورځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2021 00:25 Asia/Kabul
  • قطر کښې د افغانستان د سولې  خبرې نن پیلیږي

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د له سره پیلولو په هدف سره نن د قطر پلازمینې دوحې ته ورځي .

هیله کیږي چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرواترو نوی پړاو له یوې(۱) اوږدې مودې ځنډ وروسته نن له سره پیل شي .

د افغانستان د سولې په چارو  کښې د حکومت د وزارت ویاندې ناجیه انوري پرون رسنیو ته وویل قطر ته د کابل د حکومت د مرکچي پلاوي په تلو سره له طالبانو سره د حکومت د سولې د خبرو اترو نوی پړاو نن پیلیږي .

هغې په دې خبرې سره چې د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوی د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره جدي اراده لري وویل د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومتي پلاوي ټوله هڅه دا ده چې خبرې اترې په هیواد کښې د پایدارې سولې د تامینولو په هدف سره تعقیب شي .