د افغانستان په غزني کې یو قومي مشر ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101064-د_افغانستان_په_غزني_کې_یو_قومي_مشر_ووژل_شو
د غزني د والي ویاند واحدا...جمعه زاده وايي، وسله والو کسانو نن په مسلم جار باندې د ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د خپل کور مخې ته برید کړی او هغه یې وژلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2021 07:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان په غزني کې یو قومي مشر ووژل شو

د غزني د والي ویاند واحدا...جمعه زاده وايي، وسله والو کسانو نن په مسلم جار باندې د ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د خپل کور مخې ته برید کړی او هغه یې وژلی دی.

د افغانستان سیمه ایز چارواکي تاییدوي، چې په دوو جلا امنیتي پېښو کې په غزني کې یو قومي مشر او په کونړ ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان وژل شوي دي.

په غزني کې وژل شوی قومي مشر محمد عظیم مسلم جار نومېږي، چې یو وخت د دغه ولایت د اوبو رسولو چارو رئیس هم پاتې شوی و.

د غزني د والي ویاند واحدا...جمعه زاده وايي، وسله والو کسانو نن په مسلم جار باندې د ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د خپل کور مخې ته برید کړی او هغه یې وژلی دی.

تراوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی، خو د غزني د والي ویاند دا د طالبانو کار بولي.

بلې خوا د کونړ امنیه قوماندان فرید ا... دهقان وايي، په یوه ماین چاودنه کې د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان سلمان وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې پر قوماندان سلمان بیگا د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل درې په کوټکي سیمه کې ماین چاودلی چې پر مهال یې خپله سلمان او یو ملګری یې وژل شوي. طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.