طالبانو د افغانستان د عسکرو په مرکزونو بریدونه کړي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په څو ورلیږل شویو پیغامونو کې ویلي چې تیره شپه د میدان وردګو ولایت (نرخ) ولسوالۍ (درانیو) سیمه کې د افغان ځواکونو یوه غټه قرارګاه د دوې لاس ته ورغلي ده .
طالبانو بیا ویلي چې تیره ورځ د میدان وردګو ولایت (بندچک) ولسوالۍ (لنګر) سیمه کې د (انتن) په نوم غټه قرارګاه سقوط شوه او لسګونه سرتیري هم تسلیم شوي.
په دې اړه مو د میدان وردګو ولایت له امنیتي چارواکو سره اړیکه ټینګه کړه اما بې ځوابه پاته شوو خو د یاد ولایت د ولایتي شورا استازی عصمت الله عاصم تهران راډیو ته د لنګر دپوستې دسقوط څخه بې خبري ښي خو د (درانیو ) دسیمې د مرکز د سقوط خبره تایدوي.
ددې تر څنګ دوسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو بل پیغام کې ویلي چې د زابل ولایت د (شاه جوی) ولسوالي اړوند (حسن کاريز) سیمه کې د افغان ځواکونو بل ستر پوځي مرکز هم سقوط شوی .
په دې اړه مو د زابل ولایت د والي له ویاند ګل اسلام سیال سره اړیکه ټینګه کړه نوموړي دسقوط خبره رد کړه او ويې ویل چې دغه مرکز یې له خپل پخواني ځای څخه یو بل ځای ته انتقال کړی .
ددې ترڅنګ ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو بل پیغام کې ویلي چې تیره ورځ د غزني ولایت (ده یک) ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز او ټول ملحقات په بشپړه توګه دطالبانو لاس ته لویدلي خو دغزني دوالي ویاند واحدالله جمعه زاده بیا دا خبره ردوي او وایي چې یاده ولسوالۍ یې دامنیت د ښه کولو او د هغې د اوسیدونکو د غوښتنو په خاطر له پخواني ځای نه بل ځای ته انتقال کړې .