په افغانستان کې حملې اوبمي چاودنې هماغه رازپه زیاتیدادي
افغانستان د بادغیس ولایت ځاي مسئولانو هم وئیلي دي پرون ناوخته ددغه ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د یوه ګاډي د تیریدا په لاره کې ماین چاود شوی ، چې له امله ئې یولس عام افغانان وژل شوي دي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان د ملی اسلامی غورځنګ مشر مارشل عبدالرشید دوستم د جوزجان ولایت په ځينو سیمو کې د وسلوالو طالبانو دحملو په زیاتیدا سره دجنګ لومړنۍ کرښې ته تللی اود خپلې خاورې ساتونکو ځواکونو ته ئې د روحیې د ورکولو په خاطر څو ساعته له هغوي سره تیر کړي دي .
داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې جنګ جګړې او وینې بهیدا تر دې حده رسیدلې چې زیاتره سیمې د افغان ځواک او وسلوالو طالبانو ترمینځ لاس په لاس شوي او دغه راز په لسګونو کسان هم قرباني شوی دي .
د بغلان والی محمد اکبر بارکزئ وائي ، د جلګې ولسوالۍ دپولیسو قوماندان ګلبدین غفوري او د برکې ولسوالۍ د پولیسو قوماندان لطف ا ... حقبین پرون سهار په دوو جلاجلا پیښو کې سره دیوشمیر مامورانو وژل شوي او دغه راز پنځلس امنیتی ماموران هم بې درکه شوي او د برخلیک په باب ئې هم هیڅ معلومات نشته .
همداراز له بدخشانه هم راپورونه رارسیږي ، چې دپوځ جنګی الوتکو په تیروتنې سره د اربکیانو پر مورچلو بمباري کړي ، چې له امله ئې دیوه قوماندان پشمول دولس اربکیان وژل شوي او یوشمیر نور هم ټپیان شوي دي . د افغانستان رسندویو وئیلي دي ،چې دنورستان ولایت دوآب ولسوالۍ هم طالبانو نیولې او په غزني ولایت کې هم ده یک ولسوالۍ د طالبانو منګولو ته لویدلې ده .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان دفاع وزارت پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي په تیر شواروز کې ئې په نښتو کې کابو یوسل پنځه اتیا وسلوال طالبان وژلي او دغه راز ئې کابو درې اتیا نور ټپيان او یو شمیر نور هم نیولی دي .
دغه راز د افغانستان د بادغیس ولایت ځاي مسئولانو هم وئیلي دي پرون ناوخته ددغه ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د یوه ګاډي د تیریدا په لاره کې ماین چاود شوی ، چې له امله ئې یولس عام افغانان وژل شوي دي .