افغانستان او د سیمي هیوادونو ته د خلیلزاد تازه سفرونه
د افغانستان د سولي په چارو کې د امریکې ځانګړی استازی یو ځلي بیا کابل او د سیمي هیوادونو ته تازه سفر پیل کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد به په دې سفر کې دوحې، کابل او د سیمې هېوادونو ته ځي او د افغان سولې په اړه به له بېلو اړخونو سره سلا مشورې کوي.
د افغان رسنیو له راپور سره سم، خلیلزاد به په کابل کې له حکومتي مشرانو، سیاسي فعالینو، سیاسي شخصیتونو، مدني ټولنې له استازو او مېرمنو سره ګوري.
دا په داسی حال کې دی چي د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پېلېدو سره سره په افغانستان کې تاوتریخوالې ورځ تر بلی زیات شوي او د سولي خبرې اترې په ټپه ولاړي دي.
تر دې مخکې د افغانستان د پارلمان ځینو استازو ویلی وه چي امریکا تر وتلو وروسته په افغانستان کې د کورنیو جګړو د جوړولو په لټه کې ده.