طالبانو د غور شهرک او د روزګان ګېزاب ولسوالۍ ونیوې
د افغانستان په غور کې وسلوالو طالبانو بېګا ماښام د دغه ولایت شهرک ولسوالي او په سوېل لوېدیځ کې د روزګان ګېزاب ولسوالي له افغان امنیتی ځواکونو ونیوې.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح الله عشرت احمدزی وايي، افغان ځواکونو غور کې له شهرک، روزګان کې له ګیزاب او فاریاب کې له قیصار ولسوالیو تاکتیکي شاتګ وکړ.
نوموړي وویل، د خلکو د سر او مال خوندیتوب لپاره دا تاکتیکي شاتګ شوی دی او افغان اردو له پولیسو او ملي امنیت سره په ګډه په نږدې راتلونکي کې د دې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیلوي.
د غور والي عبدالظاهر فیضزاده وویل، د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره له شهرک ولسوالۍ وتلي دي.
نوموړی زیاتوي: "پرېکړه دا ده چې څومره ژر موقع په لاس راشي دا ولسوالي بیا د افغان ځواکونو لاس ته ورشي."
نوموړی دا هم وايي، چې دې پېښه کې اوه افغان سرتېري وژل شوي او درې ټپیان دي او مقابل کې د ۱۸ طالبانو د وژل کېدو او ۲۴ د ټپیانولو ادعا هم کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دا ولسوالي یې نیولې ده، خو د خپلې او افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه وايي.
شهرک د غور سوېل ته پرته ولسوالي ده او د هرات چشت ولسوالۍ سره پوله لري.
په ورته مهال د روزګان والي محمد عمر شېرزاد هم مني چې د دغه ولایت له ګیزاب ولسوالۍ افغان ځواکونو تاکتیکي شاتګ کړی دی.
ګیزاب له څو ورځو راهیسې وسلوالو طالبانو کلابند کړې وه او طالبان وايي، په ګیزاب کې ټول افغان ځواکونه دې ډلې ته تسلیم شوي دي.
خو والي محمد عمر شېزراد وايي، ټولو امنیتي سرتېري په خوندي ډول امن سیمې ته تللي او کوم کس طالبانو ته تسلیم شوی نه دی.
نوموړی وايي، پکار و بېګا ګیزاب ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي وی، خو د تخنیکي ستونزو له امله پاتې شول او اوس به دا مرسته سیمې ته رسوي.