وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو ډله ایز بریدونه کړي
زمونږخبریال وايي تیره شپه وسله والو طالبانو دارزګان ولایت په ځینو سیمو ډله ایز بریدونه کړي .
د وسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي رسنیو ته په یوه رالیږل شوي پیغام کې ویلي چې
دارزګان ولایت په ( چورې )ولسوالۍ کي یې د ملي اردو پر یوکنډک دموټربم برید کړی چې په وینا یاد کنډک دبرید په لړ کې له منځ تللی او (۱۵) نورې پوستي یې هم نیولې او ګڼ شمېر سرتیرو ته یې په کې مرګ ژبله اړولې خو د یاد ولایت والي محمد عمر شیرزاد بیا پر یادې ولسوالۍ د موټر بم برید ردوي او وایي چې دطالبانو ډله ایز برید یې په شا تمبولی .
نوموړی وایي چې په یاد برید کې (۱۱) تنه افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې اوشاوخوا (۳۵) تنه طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو د خپلو مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دافغان ځواکونو پر مرکزونو باندې د وسله والو طالبانو د بریدونه راپورونه ورکول کیږي. یوه ورځ وړاندې هم د میدان وردګو ولایت (نرخ) ولسوالۍ (درانیو) سیمه کې د افغان ځواکونو یوه غټه قرارګاه د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شوه.