په افغانستان کې سختو نښتو د سلګونو کسانو وینه بهولې
د افغانستان دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دترکیې په استانبول کې کیدونکي بین الاافغانی خبرواترو ته نوره هیلې پیکه شوي او دواړه لوري هڅه کوي د وینو په بهولو سره لازیات امتیازونه ترلاسه کړي ، چې له بده رغه زیاتره قربانیان ئې عام افغانان دي .
زمونږ خبریال د روئيټرز خبری اژانس له قوله راپور راکړ ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې د افغانتسان په کابو ۲۶ولایتونو کې سختې نښتې شوي ، او افغان ځواک او وسلوالو طالبانو ته درندې مرګ ژوبلې اوښټي دي .
وروستي راپورونه ښئ طالبانو پرون او نن د غور او فاریاب ولایتونو شهرک او دولت آباد ولسوالۍ او دغه راز د غزني ده آب ولسوالي هم نیولي ده .
په راپورونو کې وئيل شوي دي ،د بلخ ولایت په خاص بلخ ولسوالۍ کې هم د پولیسو په مرکز کې په بم چاودنې کې کابو ۵۵کسان مړه او ټپیان شوي دي.
که څه هم د افغانستان دفاع وزارت وئيلي ، په تیرو ۲۴ساعتونو جګړو کې ئې څه دپاسه سل وسلوال طالبان وژلي خو د افغانستان یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي چې غوښتل نامه ئې وانخستل شي و وئيلي دي په تیرشواروز کې یو سل اوه پنځوس حکومتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبلې اوښتي دي .دا هم وئيل شوي دي چې په تیرو شواروز نښتو او اخ وډب کې زیاتره وینه د عامو افغانانو توي شوې ده .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دترکیې په استانبول کې کیدونکي بین الاافغانی خبرواترو ته نوره هیلې پیکه شوي او دواړه لوري هڅه کوي د وینو په بهولو سره لازیات امتیازونه ترلاسه کړي ، چې له بده رغه زیاتره قربانیان ئې عام افغانان دي .