په ننګرهار کې دچاودیدونکو توکو ستره جوپه ضبط شوې
حکومت طالبان ددغه وضعیّت مسئول ګڼي ، خو طالبان هم وائي ، تر څو چې په افغانستان کې بهرنی نیواکګر شتون لري ، دسولې په خبرواترو کې به ګډون ونه کړي االبته له تیر یوه کال راهسې تر دې دمه په افغانستان ددیره بهرنیو عسکرو په ضد هیڅ ډول حملې او اقدامات هم نه دي کړي او درست عملیات ئې یه د حکومتي لوري په خلاف او یا هم د ولسی کنډکونو په ضد کړي دي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړی ، د افغانستان پولیسو پرون ناوخته وئیلي ، د امنیتي مامورانو په ځيرتیا او زیار سره په ننګرهار ولایت کې له چاودیدونکو توکو ډک یو ګاډی کشف اوضبط شوی دی . په دغه ګاډي کې څه دپاسه زر کلوګرام چاودیدونکي توکي ځاي په ځاي شوي وو .
د افغانستان د ملی امنیت ادارې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، له طالبانو ډلې سره اړونده ترهه ګرو هڅه کوله له میدان وردګ ولایته ننګرهار ولایت ته له چاودونکو توکو ډک ګاډي ورسوي چې د پولیسو په ځيرتیا سره په دغه اقدام کې ناکام شوي دي .
د راپور ونو په اساس،که ددغې جوپې مواد چاود شوي وائ ڼو تر یو زر درې سوه میټرو پورې ئې د عمومي ځایونو د ویجاړولو امکان درلود.
د افغانستان د روغې جوړې د خبرواترو په دریدا سره،په تیرو اونیو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې جنګ ،تاؤتریخوالی او ترهه ګر اقدامات په اوڅاره توګه زیات شوي دي .