په بلخ کې د جومات په وړاندې چاودنې د۸۴کسانو وینه وبهوله
ابونصر پارسا جومات یوه هغه تاریخي ودانۍ ده چې پنځه سوه شپیته کاله مخکې د تیموریانو په پړاؤ کې جوړه شوی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان په بلخ ولایت کې امینتی مسئولانو وئیلي دي،په دغه ولایت کې د خواجه ابونصرپارساتاریخي جومات او دپولیسو له پستې سره نزدې د طالبانو په لاس په کاربم چاودنې کې شپاړس کسان په ټکه وژل شوي او ۹۶نور ټپیان شوي دي .
راپور ښئ په دغې بوږنونکي چاودنې کې چې نن غرمه شوي ، د جومات ودانۍ ته ډير تاوانونه اوښتي او وئیل کیږي ، چې تر دې دمه د کنډوالو لاندي ځیني مړي او ټپیان پاتې دي .
د بلخ ولایت دفرهنګ او هنر د ادارې مسئول ذبیح ا.. آریائی وئیلي دي،دغه چاودنه د خواجه ابونصر پارسا جومات ستره دروازه نړولې ده او ددغه جومات درستې شیشې هم ماتې شوي دي .
داپه داسې حال کې دي چې د بلخ والي یونس ستانکزي هم وئيلي دي ، بلخ دتاریخی جومات په شاوخوا سیمو او د پولیسو په مرکز د طالبانو د حملو د د وام په دلیل له کنډوالو د قربانیانو او ټپيانو راویستلو کار سست شوی او تر دې دمه مشخصه نه ده چې نور څومره کسان د خاورو لاندې پاتې دي .
ابونصر پارسا جومات یوه هغه تاریخي ودانۍ ده چې پنځه سوه شپیته کاله مخکې د تیموریانو په پړاؤ کې جوړه شوی دی .