د امریکا او د افغانستان چارواکو خبرې وکړې
Jun 09, 2021 01:51 Asia/Kabul
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاده په کابل کښې د سولې د بهیر په شمول د بیلابیلو مسائیلو په هکله خبرې وکړې .
دا په داسې حال کښې دي چې زلمي خلیل زاده دوه (۲) ورځې کیږي چې سیمې ته خپل سفر پیل کړی دی .
له زلمي خلیل زاد سره په دغه سفر کښې د ملي امنیت شورا ، د دفاع وزارت او د نړیوالې پراختیا ادارې غړي ملګرتیا کوي .
د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد دغه سفر په داسې حال کښې کیږي چې د افغانستان په خلکو او حکومت کښې د سولې لپاره ټولې هیلې ختمې شوي دي .
طالبانو جنګونه زیات کړي دی او د افغانستان پوځ د ولایتونو او د ولسوالیو د دفاع کولو په حال کښې دي .
ټیګونه