بغلان کښې لس تنه ماین پاکونکي ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101402-بغلان_کښې_لس_تنه_ماین_پاکونکي_ووژل_شول
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو بغلان ولایت کې د ماین پاکولو پر موسسې برید کړی چې درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2021 07:31 Asia/Kabul
  • بغلان کښې لس تنه ماین پاکونکي ووژل شول

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو بغلان ولایت کې د ماین پاکولو پر موسسې برید کړی چې درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو بغلان ولایت کې د ماین پاکولو پر موسسې برید کړی چې درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو تېره شپه لس بجې د مرکزي بغلان ولسوالي په شیخ جلال سیمه کې د ماین پاکولو پر یوې موسسې برید کړی چې لس ماین پاکان یې وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، وسله وال طالبان دغلته د ماین پاکانو کمپ ته ننوتلي او پر هغوی یې ډزې کړي دي.

لا معلومه نه ده چې وژل شوي کسان د ماین پاکۍ د کومې ادارې یا موسسې کارکوونکي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه پيښه کې لاس لرل رد کړي دي او ویلي یې دي چې له څیړنو وروسته ورته په ډاګه شوې چې دا ماین پاکان ۴ مخ پټو کسانو په ډزو سره وژلي دي.

 سره له دې چې په هېواد کې د وسله والو طالبانو له خوا په جګړه کې ماینونه کارول کیږي، خو د ماین پاکانو ډلې تر ډېره د هغو ماینونو پر پاکولو لګیا دي چې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال خښ شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ماین پاکولو د موسسو پر کارکوونکو او یا هم د بې پولې ډاکټرانو پر کمپ او موټرونو بریدونه کیږي، بلکې له دې وړاندې هم څو ځله د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې یادو ډلو ته درانه تلفات اوښتي چې حکومت یې پړه پر طالبانو ور اچوي.