د افغانستان د پوځ یوه چورلکه نسکوره شوه
Jun 09, 2021 07:40 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي اردو یو هیلي کوپټر بیګا د دغه هیواد په وردګ ولایت کښې پریوتی دی.
د افغانستان د ملي اردو یو هیلي کوپټر بیګا د دغه هیواد په وردګ ولایت کښې پریوتی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح ا... احمدزی وايي چې د ملي اردو دغه چورلکه د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کښې نسوکره شوې او په کښې درې تنه مړه او یو زخمي شوی دی.
احمد زي د چورلکې د نسکوریدو وجه، تخنیکي خرابي بللې ده.
خو طالب ډلې بیا ادعا کړې چې د افغانستان د پوځ دغه هیلي کوپټر د دوي د وسله والو د حملې له امله نسکور شوی دی.
ټیګونه