په تهران کې وتلي افغان سیاسي څېره استاد افضلي وفات شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101406-په_تهران_کې_وتلي_افغان_سیاسي_څېره_استاد_افضلي_وفات_شو
تېره ورځ په تهران کې افغان لیکوال، جهادی شخصیت او مخکنی ډیپلومات استاد افضلي د ورپیښي ناروغۍ د امله وفات شو.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 09, 2021 08:37 Asia/Kabul
  • په تهران کې وتلي افغان سیاسي څېره استاد افضلي وفات شو

تېره ورځ په تهران کې افغان لیکوال، جهادی شخصیت او مخکنی ډیپلومات استاد افضلي د ورپیښي ناروغۍ د امله وفات شو.

استاد محمد رحیم افضلی چي د مزمنو ناروغیو څخه ځورېده تېره ورځ په تهران کې ساه ورکړه او له دې دنیا څخه یې سترګې پټې کړې.

استاد افضلي په تهران کې د افغانستان مخکنی ديپلومات، په ایران کې د سفارت فرهنګي سلاکار او د ۵۰ او ۶۰ لسیزو له مبارزینو څخه و چي د (د امت اسلام مکتب توحید) د سیاسي فرهنګي ټولګۍ له  بنسټ ایښودونکو څخه و.

دغه جهادی، سیاسي او فرهنګي شخصیت په افغانستان کې د اسلامي جمعیت له ګونډ سره ښې اړیکې لرلې او د اسلامي مذاهبو د نژدېوالې د نړیوالي ټولنې غړی و.

له هغوی څخه ډېر کتابونه، مقالې او لیکلي اثار پاتي شوي چي د افغانستان د تاریخ بیانوونکی دی.