افغانستان کښې د کورونا ۱۸۴۳ تازه پېښې ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وبا ۱۸۴۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وبا ۱۸۴۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.
یاد وزارت زیاتوي، چې په همدې موده کې په یادې ناروغۍ اخته ۵۱ کسان مړه شوي هم دي.
تاند خبري سایټ د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې لیکلي چې تر اوسه په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۸۵ زره او ۸۹۳ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳ زره او ۳۵۶ ته لوړ شوی دی.
د یادونې ده چې د افغانستان روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی، چې د یادې وبا د درېیمې او خطرناکې څپې د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
د کورونا د ناروغانو د زیاتوالي له امله په یوشمېر روغتونونو کې د اکسیجن کمښت خلک اندېښمن کړي.
خو روغتیا وزارت ویلي، چې ډېر ژر به په هغو روغتونونو کې د اکسیجن د کمبود ستونزه حل کړي، چې پر کورونا اخته ناروغان پکې بستر دي.
د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال وویل، د یو شمېر ولایتونو په روغتونونو کې یې له وړاندې د اکسیجن د تولید دستګاوې فعالې کړې او په نږدې لسو نورو ولایتونو او روغتونونو کې به تر یوې اونۍ پورې نورې دستګاوې هم فعال کړي.
نوموړي وویل، د کورونا ناروغۍ ګواښ ورځ تر بلې په ډېرېدو دی او راتلونکې څلور اونۍ لا د دغه ویروس اوج ته رسېدو لپاره پاتې دي.