په بغلان کې چاودنې شپاړس افغان پوځيانو ته مرګ ژوبلې اړولي
د طالبانو په حملو کې د افغانستان د ولسوالیو دنسکوریدا دوام ، د دغه هیواد د خلکو د اندیښنو لامل شوی او دوي د طالبانو ډلې له حملو سره په مقابلې کې د امنیتی ځواک بې وسي ، دطالبانو د پرمختګونو اصلي عامل ګڼي .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان به بغلان کې د پوځ له یوې پستې سره نزدې بیګا کارچاودنه شوې چې له امله ئې شپږ پوځيان وژل شوي او یولس نور هم ټپیان شوي دي .
دا په روانې اونۍ کې د افغانستان په شمال کې دوهمه کاربم چاودنه ده . څو ورځې مخکې هم په بلخ ولایت کې په کار بم چاودنې کې شپاړس کسان وژل شوي او کابو اویا نور ټپیان شوي وو .
یو بل خبر دا چې د بدخشان شمالی ولایت ارغنج خواه ولسوالۍ هم د طالبانو په دومدارو حملو پسې نسکوره شوي او د دوي منګولو ته لویدلې ده .
د افغانستان په ولسی جرګې کې د بدخشان دخلکو استازي ذبیح ا... عتیق هم د ارغنج خواه ولسوالۍ د نسکوریدا په تائيدولو سره وئیلي دي ، په دغې ولسوالۍ د طالبانو په حملې کې یولس پوځیان وژل شوي دي .